ملک نصیر اپریدی پولیسو ته: یو ساعت وخت لرئ د جرګې سیمه پرېږدئ، کنه تاسو به مسوول وئ

د خیبر په جمرود سیمه کې د اپریدیو ټبر مشر ملک نصیر اپریدي په جمرود کې د پښتنو قومي جرګې په میدان کې پولیسو ته یو ساعت وخت ورکړی چې دغه سیمه پریږدي او که داسې ونه کړي نو د هر څه پېښېدو مسوول به دوی وي.

جمرود کې پولیس د تیرې شپې په وروستیو کې د پښتنو کېدونکي جرګې خیمه نړولې او دغه میدان یې ولکه کړی دی.
ملک نصیر پولیسو ته ګوتڅنډنه کړې چې په جوماتونو کې تر وړاندې د خلکو د ډله ییزو راوتلو اعلانونه شوي او زاړه واړه به راوځي.