کریم خُرم: د خیبر جرګه د محتوا له اړخه ډېره غني ښکاري
د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر رییس کریم خُرم د پښتنو په قومي جرګه کې د خلکو په ځانګړې توګه د ښځو پراخ ګډون ته په اشارې سره وایي، چې دا جرګه د محتوا له اړخه ډېره غني ښکاري. نوموړي پر خپل اېکس لیکلي، چې په دې جرګه کې ډېری خبرې روښانه، دقیقې او منطقي دي.
خُرم زیاتوي، چې منظور پښتین د پښتنو په سیمو کې د امریکا او چین د مقابلې د اغېزو په اړه په ډېر ظرافت له مطبوعاتو سره خبرې وکړې.
د پخواني ولسمشر د دفتر رییس وایي، منظور پشتین د پاکستان پر واکمنانو تور ولګاوه، چې د ترهګریزو ډلو په جوړولو سره له چین او پاکستان د اقتصادي دهلیز او د امريکا له مخالفت کوونکو څخه په يوه وخت کې د تخریب او ساتنې په نوم پیسې ترلاسه کوي.
د کریم خُرم په خبره، پشتین د افغانستان بدې ورځې د ډیورنډ پورې غاړه تخریبکارۍ او د پاکستان له خوا د نیابتي جګړو له امله بولي.
په خیبر کې د پښتنو جرګې نن درېيمه او ښايي وروستۍ ورځ وي او ټاکل شوې چې نن د جرګې ټول ګډونوال د تېرو دوو ورځو پر موضوعاتو خپلې پرېکړې وروستۍ کړي او د دغې جرګې پرېکړه لیک صادر کړي.