نجیب‌الله علي خېل: د پښتنو قومي جرګه به د ډېرو نورو ولسونو لپاره یو تاریخي درس شي

په پاکستان کې د افغانستان پخوانی سفیر نجیب‌الله علي خېل وایي:« ‏د خېبر تاریخي جرګه د الهام څخه ډکه داعیه ده، چې یو وخت په دې سیمه کې د ازادۍ غوښتنې همدا ډول احساس او خوځښت، د افریقا تر وچې د جبر دېوالونه ونړول.»

هغه په اېکس پاڼه لیکلي، د منظور پښتین پیاوړی هوډ، نه ستړې کېدونکې هلې ځلې او مبارزه باید د ډېرو لپاره یو تاریخي درس وي.