کریم خُرم: د خیبر جرګې له لوري په افغانستان کې د نجونو د زده‌کړو حق غوښتنه د قدر وړ ده

د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر مشر عبدالکریم کریم خُرم وايي، په خیبر کې د پښتنو قومي جرګې په وروستي پرېکړه لیک کې په ټولیز ډول د مظلوم ولس دحق غوښتنه او پر ډیورنډ کرښه د ازاد تگ راتگ غوښتنه د ستایلو وړ ده. هغه په جرګه کې د نجونو د زده‌کړو غوښتنه د قدر وړ بللې.

نوموړي وړاندې لیکلي: «جرگې وښوده چې ولس هلته ژوندی دی او ښځې په کې فعاله ونډه لري »

همدارنګه ښاغلي عبدالکریم خُرم زیاتوي، چې افغانستان کې د نجونو د زده‌کړو حق غوښتنه د قدر وړ ده.

نوموړی وايي، دا لا نه ده څرګنده چې له پښتونخواد پوځیانو او وسله والو د وتلو غوښتنه به څه پایلې ولري.

ښاغلي خُرم دغه څرګندونې په داسې حال کې پر خپل اېکس پاڼه لیکلي دي، چې تېره ورځ ناوخته د پښتون ژغورنې غورځنګ له لارې په خیبر کې د پښتنو تاریخي جرګه د شل مادییز پرېکړه لیک په صادرولو سره پای ته ورسیده.