حلیم فدایي: منظور پښتین باید خپل خوندیتوب ته ډېره پاملرنه وکړي

د خوست پخواني والي حلیم فدایي په خیبر کې د پښتنو جرګه بریالۍ بللې او وایي، چې منظور پښتین باید خپل خوندیتوب او امنیت ته ډېره پاملرنه وکړي. نوموړي پر خپله اېکسپاڼه لیکلي: «د ستراتیژیکې پالیسۍ پر خلاف سټراټیژکې پرېکړې ستراتیژیکه حوصله غواړې.»

فدايي د جرګې په اړه د طالبانو پر چوپتیا هم نیوکه کوي او وایي، چې د خیبر قومي عدالت د جرګې له پرېکړو څخه د طالبانو وارخطایي، تشویش او په عین حال کې د هغوی چوپتیا د دې جرګې د اغېزمنتیا او قوت یو لوی او روښانه شاخص دی.