حنیف اتمر: د پښتنو د جرګې مسوولیت سوله، عدالت او د پښتنو ترمنځ پیوستون او یووالی دی
د افغانستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر محمد حنیف اتمر پر اېکس پاڼه لیکلي:« موږ د پښتنو ملي او تاریخي جرګې ته د زړه له تله ښه راغلاست وایو او د سوله غوښتونکو او عدالت غوښتونکو پر وړاندې د وحشیانه تاوتریخوالي غندنه کوو.»
هغه وړاندې لیکلي:« موږ ډاډه یو، چې د دغې جرګې زړور، ژمن او هوښیار مشران او ګډونوال به د حق او عدالت غوښتنې د سترې موخې د ترلاسه کولو لپاره بې ساري او ارزښتناکه هڅې وکړي؛ ځکه دوی د خوشحال خان خټک، میرویس خان هوتک او احمدشاه ابدالي پیروان دي.»
ښاغلي اتمر دا رنګه لیکلي:« جرګهوال باید پوه شي، چې دوی په دې مبارزه کې یوازې نه دي. ټول نړۍوال او روڼ اندي قوتونه چې په انساني او مدني ارزښتونو باور لري له دوی سره اوږه په اوږه ولاړ دي.»
نوموړي د خپلې لیکنې په وروستۍ برخه کې لیکلي، هغه کسان چې هڅه کوي له زور او تشدد څخه کار واخلي او یا د جرګې چارې له خنډ او ځنډ سره مخامخې کړي؛ نو په باور یې له تل پاتې ناکامۍ سره به مخامخ شي.