طالبانو د پاکستان پر ناسم وضعیت اندېښنه ښودلې او له ولس سره یې د مذاکراتو توصيه کړې

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت ویاند په پاکستان کې د حکومت او سیاسي مخالفينو د پلويانو ترمنځ پر ترینګلتياو اندېښنه ښودلې او ويلي يې دي: «د ولس د مشروع غوښتنو پر وړاندې تر ټولو ښه لار مذاکره او تفاهم دی.»

عبدالقهار بلخي ويلي، چې په پاکستان کې د دې وضعیت دوام ټولې سیمې ته منفي اغېزې لرلای شي.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر اېکس پاڼې د پاکستان وروستي ناسم وضعت ته په اشارې سره لیکلي: «وروستيو پېښو ثابته کړې، چې له مذاکراتو انکار شته مسایل لا پېچلې کوي.»
نوموړي دغه راز زیاته کړې، چې د پاکستان وروستی وضعیت له نږدې څاري.
بلخي هيله څرګنده کړې، چې «د پاکستان حکومت او تاثيرگذاره ادارې دې له زياتېدونکي نارضايتۍ سره معقول او واقعبین چلند وکړي.»
دا په داسې حال کې ده، چې له درېیو ورځو راهیسې اسلام اباد ته ټولې غځېدلې لویې لارې او د ښار دننه ټولې لارې په کانټینرونو تړل شوې دي او ټلیفوني شبکې هم بندې دي.
دغو ګډوډیو د پاکستان د بېلابېلو ښارونو اوسېدونکي د اړیکو نیولو او انټرنیټ له ستونزو سره مخ کړي دي.