سرچینې: له وزیرستانه جرګې ته پر روانو کاروانونو بریدونو کې یو کس وژل شوی او ګڼ ټپیان دي
ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې له شمالي او سوېلي وزیرستانه جرګې ته پر را روانو کاروانونو په بریدونو کې یو کس وژل شوی او نږدې شل تنه ټپیان شوي. سیمه کې خبریالان وايي، چې پاکستاني امنیتي عسکر پر خلکو مخامخ ډزې کوي.
له سیمې خبریالان زیاتوي چې د سوېلي وزيرستان تيرازه سېمه کې پوليسو او ايف سي ځواکونو پر روان کاروان برید کړی چې یو کس په کې وژل شوی او نږدې لس کسان په کې ژوبل شوي.
دغه خبریالان وايي، چې د ميران شاه په ميرعلې سېمه کې هم د خیبر جرګې ته پر روان کاروان بريد شوی چې له لسو زیات کسان په کې ژوبل دي.
پوليسو خبریالانو ته ویلي، چې دوی ته د بریدونو امر له اسلام اباده شوی.
ښايي د پاکستاني امنیتي ځواکونو په بریدونو کې د وزیرستانیانو مرګ ژوبله تر دې لوړه وي خو په سیمه کې ټلیفوني شبکې بندې شوې او لاسرسی ورته ګران دی.