د پښتون ژغورنې غورځنګ: تر دې مهاله په شمالي وزیرستان کې ۱۷۸ چاودنو کې ۸۰۰ پښتانه وژل شوي

د پښتنو قامې جرګې د اعلامیې له مخې، د پښتون ژغورنې غورځنګ د (جګړې او پوځي عملیاتو زیانونو) په نوم یوه هر اړخیزه څېړنه خپره کړي. په وزیرستان کې ۱۷۸ چاودنې ثبت شوي، چې ۸۰۰ کسان یې وژلي او ۲۵۰ ماشومانو خپل د بدن غړي له لاسه ورکړي.

په دغه اعلامیه کې چې د شنبې په ماښام خپره شوې، راغلي، چې څېړنه کې په پښتونخوا کې دمهمو مسالو، د جګړې اغېزې، وسلوالی او په سیستماتیک ډول له پښتنو سره د ظلم او جبر هر اړخیزه څېړنه شوې.

په دغې څېړنه کې راغلي، د پوځي عملیاتو او ترهګرۍ له امله ۳،۷ میلیونه خلک بې کوره شوي، زرګونه خلک جبري بې درکه شوي.

د دغې څېړنې له مخکې، په ټوله پښتونخوا کې د پوځي عملیاتو او ترهګرۍله امله، ښوونځي، او روغتونونه له منځه تللي. «۲۰سلنه کورونه په ټولیزه توګه له منځه تللي،چې ښځې او ماشومان یې لوړه بیه پرې کوي.»

دغې ځېړنه کې راغلي، چې تر دې مهاله په شمالي وزیرستان کې ۱۷۸ چاودنې ثبت شوي، چې له امله یې ۸۰۰ پښتننو تر څنګ یې ۴ زره ژوي هم وژلي دي. ۲۵۰ ماشومانو د خپل بدن بېلابېل غړي او ۷۷ کسانو خپل لید له لاسه ورکړی دی.

اعلامیه زایاتوي، چې پښتون ژغورنې غورځنګ د ۲۷۹ ځمکني ماینونو د پېښو کره معلومات لري.

دغې اعلامیه کې راغلي چې په قبایلي سیمو او پښتونخوا کې ۱۱ پوځي عملیات ترسره شوي دي. «د پښتونخوا او قبایلو سیمو پر موسقۍ، د سي ډي دوکانونه او یو لړ نورو تفرحي ځایونو باندې د ۱۵۰ زیاتو بریدونو په ترڅ کې له ۱۰۰۰ تر ۱۵۰۰دوکانونه نړېدلي.»

اعلامیه زیاتوي: « پر مراسمو د ترهګرو له خوا ۵۰ بریدونه شوي، چې له امله یې جشنونه او خوښی له منځه تللي.»

د څیړنې له مخې، د ۲۶ ولسوالیو څخه ۴ زره او ۹۵۲ پښتانه ورک یا هم جبري بې درکه شوي‌ دي.

د ښتنو قامي جرګه وایي: «دغه څېړنه به د عدالت، جبران او حساب ورکولو د یو قوي غوښتنلیک ترڅنګ، پر ډېرو ناوییلو کیسو او د پښتنو د تېرو څلورو لسیزو پر بدبختیو رڼا واچوي. که څه هم سیمه د جګړې او د ورانکارۍ له ویجاړونکي میراث سره لاس او ګریوان ده، خو بیا هم یاده څېړنه د پښتنو د شکایتونو د حل لپاره یو مهم ګام بلل کیږي.»

یاده څېړنه به د جرګې له ویب پاڼې څخه خپره شي او د خیبر په ریګي سیمه کې به د پرېزنټېشن له لاره وړاندې شي.

دغه څېړنه به د پښتنو قامي عدالت جرګې لومړۍ ورځې ګډونوالو لپاره لومړي لاس معلومات وړاندې کړي چې بحثونه پرې وکړي.