نبیل: په پاکستان کې وروستي بدلونونه د ژورو او پېچلو بدلونونو نښه ده
د افغانستان د ملي امنیت پخواني مشر رحمت الله نبیل د پاکستان د حکومت له خوا د منع شويو سازمانونو په نوملړ کې د پښتون ژرغورنې غورځنګ د شاملېدو په غبرګون ویلي، چې په پاکستان کې وروستي بدلونونه د ژورو او پېچلو بدلونونو نښه ده.
نوموړي په خپل اېکس کې لیکلي، چې دغه روان بدلونونه به د راتلونکو ستراتیژیکو پېښو لپاره زمینه برابره کړي.
ښاغلی نبیل دغه راز زیاتوي، که څه هم د (پي ټي اېم)، (پي ټي ای)، (ټي ټي پي)، (بي اېل ای) او نورو ډلو تر منځ فکري او نظریاتي اختلافات شته؛ خو اوسني شرایط بیا دوی دې ته اړ کوي، چې د یوه ستراتیژیک ایتلاف په لور حرکت وکړي.
د نوموړي په وینا، دغه اېتلاف به په حساسو سرحدي او قومي سیمو کې د پاکستان پوځ ته پېچلې ننګونې رامنځته کړي او ان کېدای شي چې د قدرت موازنه به په دغو سیمو کې په واضح توګه تر اغېز لاندې راولي.
د افغانستان د ملي امنیت پخوانی مشر وایي، چې تېرو تجربو ته په کتو سره په پاکستان کې اوسنۍ قومي ترینګلتیاوې، سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې بېثباتۍ او د بېلابېلو ډلو ترمنځ د نوو اېتلافونو ظهور کولی شي د ژورو ناورینونو لپاره زمینه برابره کړي.
رحمت الله نبیل په پاکستان کې وروستیو تاوتریخوالو او د منع شویو سازمانونو په نوملړ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ شاملېدو ته په اشارې سره وایي: «دا شرایط په داسې لور روان دي، چې ښايي د تاریخ تکرار ته په مختلفو ډولونو لاره هواره کړي.»
ټاکل شوې، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ پروړاندې د پاکستان د وروستۍ پرېکړې په اړه د دې غورځنګ مشر هم ډېر ژر خپل ویډيویي پیغام خپور کړي.
د پاکستان فېډرالي حکومت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره نن اعلان وکړ، چې د دغه غورځنګ فعالیتونه په پاکستان کې د سولې او امنیت پر ضد دي او دا غورځنګ یې د منع شويو سازمانونو په نوملړ کې شامل کړی دی.
د پاکستان حکومت په داسې حال کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د منع شویو سازمانونو په نوملړ کې شامل کړی، چې د منظور پښتین په مشرۍ یاد غورځنګ په پاکستان کې د مېشتو پښتنو د حقونو ملاتړ کوي او د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارې له پښتنو سره په تبعیضي، تحمیلي جګړو او ناوړه چلند تورنوي.