فضل محمود فضلي: طالبان د جي اېچ کیو له وېرې پر جرګه خبره نه شي کولی
د افغانستان د پخواني جمهوري دولت د چارو ادارې پخوانی رییس فضل محمود فضلي وايي، خیبر د پاکستان د پوځ د ګټو خلاف دی او طالبان مجبوره دي، چې د خیبر جرګې پر وړاندې له پاکستاني پوځ سره یو ګډ دریځ ونیسي.
نوموړی د پښتنو د قومي جرګې په اړه د طالبانو پر چوپتیا نیوکه کوي او وایي: «ټول افغان ولس له دې جرګې سره همغږي او خواخوږي وښوده، خو په کابل باندې واکمنې نیابتي ډلې سکوت کړی.»
فضلي پر خپل اېکس لیکلي، چې د دوحې د هوکړې پر بنسټ طالبان نه شي کولی، د امریکا د متحدینو (پاکستاني پوځ) د ګټو خلاف دریځ ونیسي.
فضل محمود فضلي د خیبر پښتونخوا پښتانه په تاریخي او طبیعي توګه د لوی افغانستان یوه نه بېلېدونکې برخه بولي او وايي: «له کومې ورځې چې د لوی افغانستان د وجود دغه برخه د انګرېزي ښکېلاک په چړو غوڅه شوې، د زخم وینې یې تر اوسه پورې څاڅي.»
د افغانستان د پخواني جمهوري دولت د چارو ادارې یاد پخوانی مشر همداراز زیاتوي، پر پښتنو د پاکستاني پوځ ظلمونه د دې لامل شول چې بالاخره پښتانه د سر په بیه د قومي عدالت لویه جرګه کې سره راټول شي.
نوموړی وایي، که څه هم په تېرو څه باندې سلو کلونو کې د افغانستان ټولو ښو او بدو حکومتونو له ولس سره یو ځای د پښتونخوا د پښتنو درد احساس کړی او ورباندې چوپ نه دي پاتې شوي، خو اوسمهال په کابل او کندهار باندې واکمنه ډله د پنجاب او جي اېچ کیو له وېرې خبره نه شي کولی.
فضلي د طالبانو دا چوپتیا تاریخي شرم بولي او وایي: «تاریخ به د دوی نوم د غلامو ډلو د نوملړ په سر کې ولیکي او د لوی افغان وطن د عدالت جرګې ته به یې وړاندې کړي.»
په خیبر پښتونخوا کې د پښتنو قومي جرګه د پاکستان د فډرالي حکومت له مخالفتونو او خنډونو سره - سره د اکټوبر په ۱۲مه پیل په رسمي توګه پیل شوه.
د پښتون ژغورنې غورځنګ د معلوماتو له مخې، د پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې تر اوسه شاو خوا ۷۶ زره او ۵۸۴ پښتانه په بمي چاودنو او هدفي وژنو کې وژل شوي، ۵،۷ میلیونه خلک بې کوره شوي او ۶ زره او ۷۰۰ کسان لادرکه دي.
ټاکل شوې ده، چې په دې جرګه کې د پښتنو مشران په پاکستان کې د پښتنو پروړاندې د ظلمونو د مخنیوي او د خپلو حقونو د ترلاسه کولو په اړه پرېکړه وکړي.
په دې جرګه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتین په مشرۍ لسګونه زره پښتنو برخه اخیستې ده.