زرګونه خلک لا هم د جرګې سیمې ته د ورتلو په حال کې دي
په خیبر کې د افغانستان انټرنشنل - پښتو برخې خبریال رفعت الله اورکزی وایي، چې دا جرګه د نیمګړتیاوو له امله ځنډېدلې، خو زرګونه خلک لا هم سیمې ته د ورتلو په حال کې دي.
ټاکل شوې وه، چې د پښتنو قومي جرګه نن د جمعې له لمانځه وروسته پیل شي، خو په تېرو څو ورځو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د غړو او پلویانو پروړاندې د پاکستان د حکومت له خوا رامنځته کړای شوي خنډونه ددې لامل شول، چې دې غونډې ته پوره چمتووالی و نه نیول شي.
اخوا بل سیمه ییز خبریال سمیع یوسفزي بیا پر اېکس لیکلي، چې د پي ټي اېم نننۍ غونډې ته ګڼ شمېر پښتانه ورغلي و، خو د نظم هېڅ کوم نښان په کې نه لیدل کېده.
د نوموړي په وینا، د یادې غونډې د ویناوالو لپاره ستېج جوړ شوی نه و او جرګه هم په داسې یوه خلاص میدان کې جوړ شوی چې له هرې خوا خلک ورتلی شي.
ښاغلي یوسفزي دغه راز لیکلي: «د جرګې په لومړۍ ورځ سره له دې چې زرګونه کسان په غونډه کې د ګډون په موخه د جرګې د جوړېدو سیمې ته ورغلي و، خو د غونډې له جوړېدو پرته بېرته ځیني کسان خپلو کورنو ته تللي او له لرې سیمو څخه راغلو ګډون کوونکو بیا خیمې وهلي دي.»
د یادولو ده، چې د منظور پښتین په مشرۍ د پښتنو قومي جرګه د عدالت غوښتنې په موخه ترسره کېږي.