حنیف پښتین: د وزیرستان اتمانزیو جرګې په قومي عدالت جرګه کې د ګډون اعلان کړی

د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشرتابه غړي حنیف پښتین ويلي چې د شمالي وﺯيرستان د ټولو ټبرونو قومي لښکر د اتمانزیو جرګې تر چتر لاندې په ۱۱م اکټوبر د پښتنو قومي عدالت جرګه کې د ګډون اعلان کړی.

هغه وايي، د اتمانزیو جرګې مشرانو د پي ټي ایم له مشر منظور پښتين سره هم اړیکه ټینګه کړې او ژمنه یې کړې چې د قومي عدالت په جرګه کې به ګډون کوي.

د اتمانزیو قومي جرګه له تېر يونيم کال راهیسې په شمالي وﺯيرستان کې د نا امنۍ، هدفي وژنو او پردیو جګړو په وړاندې مبارزه کوي.