عوامي نېشنل ګوند: له افغانستان سره د سوداګریزو لارو واک دې پښتونخوا ته ورکړل شي

پښتونخوا کې عوامي نېشنل ګوند تېره ورځ خیبر کې جرګې ته وویل چې، له افغانستان سره ټولې سوداګریزې لارې دې ژر تر ژره پرانیستل شي او مدیریت د یې پښتونخوا ته وسپارل شي.

د عوامي نېشنل ګوند د پښتونخوا صوبې مشر میا افتخار حسین تیره ورځ د خیبر جرګې ګډونوالو ته د وړاندیزونو په لړ کې دا هم وویل چې له افغانستان سره ټولې سوداګریزې لارې دې ژر تر ژره پرانیستل شي او مدیریت د یې پښتونخوا ته وسپارل شي چې په سم ډول یې مخته بوځي.

هغه وړاندې ویلي، چې له دې ها خوا دې له افغانستان سره سوداګریزې او کلتوري اړیکې جوړې شي او په افغانستان کې دې د هر ډول لاسوهنې مخه ونیول شي.

ښاغلي حسین ویلي، د نورو خپلواکو هیوادونو د وګړو په څېر، د افغانستان خلک د خپل حکومت د ټاکلو حق لري. په افغانستان کې باید د مستقیمو ټاکنو یا لویې جرګې له لارې د افغانانو له هیلو سره سم حکومت جوړ شي.

هغه پاکستان حکومت ته وړاندیز کړی چې له ګاونډیو هیوادونو سره اړیکې سمې کړي.