داوړ: فډرالي او ایالتي حکومتونه به سبا ته د پښتنو د قومي جرګې د ترسره کېدو اجازه ورکړي

د پاکستان د پارلمان پخوانی غړی محسن داوړ وايي، چې د پښتنو د قومي جرګې د جوړېدو په اړه د دوی غوښتنې منل شوي او د پاکستان ایالتي او فډرالي حکومت به دوی ته د جرګې د جوړېدو اجازه ورکړي.

نوموړي دغه څرګندونې پر اېکس خواله رسنۍ خپور کړي پیغام کې کړي او زیاته کړې یې ده: «موږ په غونډه کې له ټولو سیاسي ګوندونو څخه غوښتنه کړې، چې د پي ټي اېم جرګې ته اجازه ورکړي چې ترسره شي.»
داوړ دغه خبرې تر هغه وروسته وکړې، چې نن د خیبر پښتونخوا د سر وزیر علي امین ګنډاپور په مشرۍ د پښتنو مشرانو له پاکستاني چارواکو سره غونډه وکړه.
ښاغلي ګنډاپور ویلي، چې له سیاسي تړاوونو پرته د خیبر پښتونخوا په ټوله صوبه کې د سراسري امن او د سولې د پایښت لپاره دې غونډه کې راټول شوي دي.
هغه وویل، د دغې صوبې د ټولو وګړو د سر او مال ساتنه یې مسوولیت دی او په دې اړه به هلې ځلې کوي.
تر اوسه د پاکستان فډرالي حکومت بیا په دې اړه څه نه دي ویلي.
د پاکستان حکومت تر دې مخکې له بېلابېلو لارو هڅه کړې، چې د پښتنو د قومي جرګې د جوړېدو مخه ونیسي، خو د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر په ټینګار سره ویلي، چې دا جرګه به هرو مرو جوړېږي.
د یادولو ده، چې تېره ورځ په خیبر کې د کېدونکې جرګې پر خیمه د پاکستان د امنیتي ځواکونو په برید کې درې تنه وژل شوي او د ۱۵ شاوخوا ټپیان شوي، چې د هغوی له ډلې بیا یو تن تېره شپه د ژورو ټپونو له امله ساه ورکړه او په دې سره د وژل شویو شمېر څلورو تنو ته لوړ شو.
د پاکستان امنیتي ځواکونو وړمه شپه او تېره ورځ د پښتنو د قومي جرګې پر خیمه برید کړی و او د جرګې میدان یې د څو ساعتونو لپاره په ولکه کې کړی و.