د پښتون قامي جرګې غړي بېرته خیمه کې سره را غونډ شول
د پاکستان امنیتي ځواکونه په خیبر ولسوالۍ کې د پښتون قامي جرګې پر ځای له یوه مرګوني برید وروسته ظاهرا شاته شوي او د جرګې غړي او د سیمې خلک د جرګې په خیمه کې راغونډ شوي.
د جرګې ویاند حاجي عبدالصمدخان راټولو شویو کسانو ته په خبرو کې وویل، چې دوی له سرښندنو سره سره پر ډګر ولاړ دي.
هغه زیاته کړه، چې وژل شوي کسان د جرګې د مېلمنو د خدمت لپاره راغلي وو، خو اوس به دوی د دغو کسانو جنازې لېږدوي.
عبدالصمد وویل، چې دوی د کوم سیاسي هدف او یا پرلت او لاریون په بڼه نه دي راوتلي، بلکې په سوله ییز ډول جرګې ته را غونډ شوي.
هغه وویل: « موږ د جرګې لپاره راغلي یو، دا یو سوله ییز بهیر دی، د اکتوبر پر ۱۱مه د پښتنو د سیمو استازي او مشران راځي او د دې سیمو پر ستونزو او حل لارو به غږیږي».
هغه د جرګې له غړو او ټولو پلویانو غوښتنه وکړه چې له سرښندنو سره سره سوله ییز واوسي.
هغه په خپلو خبرو کې د دوو کسانو د وژل کېدو او ۱۵ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړ.