ساجد خان مهمند د پښتنو قامي جرګې ته: زه چې خپل مشر نه شم خلاصولای نو تا به څه خلاص کړم

د مهمندو استازي ساجد خان مهمند د پښتنو عدالت قامي جرګې کې وویل: "که موږ سره راټول نه شو، یو نه شو، زه چې خپل مشر (عمران خان) له زندان څخه نه شم خلاصولی نو تا به له دې حالته څه خلاص کړم."

ساجد خان وویل: «زموږ لومړی وزیر ځان نه شي خلاصولای زندان کې پروت دی، زه به تا څه خلاص کړم. چې دغسې ټول سره نه شو راټول.»

هغه ورکو کسانو ته په اشارې سره وویل، چې په ۲۰۱۴ کې یې د کورنې غړی ورک شو. هغه وايي: "زه چې هغوی نه شم پیدا کولی نو ستا به څنګه پیدا کړم."

هغه وویل: «موږ یې ښکاره وایوو دا د هغوي (حکومت) سړی دی چا چې زموږ خلک ورک کړي دي.»

هغه وايي، د دغه ګوند چارواکو ته چې کومې ستونزې متوجې دي هغه دوی ټولو ته متوجې دي.

هغه ټینګار وکړ: «هغه ډول چې د ګوند دننه مو د دغو پالیسیو مخالفت کړی، تل به یې کوو. پي ټي ام ملګرو ته تر ټولو ډېر ملاتړ موږ ورکړی.»