اتمر: د خیبر جرګه به د خپلواکۍ او عدالت لپاره د مظلوم ولس د یووالي د تاریخي بهیر پېل وي

د افغانستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر محمد حنیف اتر پر اېکس پاڼه لیکلي، چې د پښتنو قومي جرګې ګډونوال د ولس ریښتینې غوښتنې په ډیرې هوښیارۍ او امانتدارۍ سره په لر او بر کې وړاندې کړې.

هغه وړاندې لیکلي: «د پاکستان حکومت او په افغانستان کې د طالبانو حاکمیت باید په مسوولانه ډول چلند وکړي. د ډیورنډ فرضي کرښې په دواړو غاړو کې پر پرتو ولسونو ظلم او محرومیت نور د زغملو نه دی او چاړه د دوی هډوکو ته رسېدلې ده.»

ښاغلي اتمر لیکلي، چې ولس او نړۍ د دې جرګې وروستیو پرېکړو ته په تمه دي.

همدارنګه نوموړي لیکلي:«دا جرګه به یو ځل لنډمهاله غونډه نه وي ځکه ملت د استبدادي نظامونو د بدلولو لپاره پخه اراده کړې ده.»

ښاغلی اتمر زیاتوي، چې د ملت د تاریخي جرګو فرهنګ پیل شوی دی.

نوموړي د خپلي لیکلني په وروستۍ برخه کې لیکلي؛ دا به د خپلواکۍ او عدالت لپاره د مظلومانو د یوالي او اتفاق د یو نوي او تاریخي بهیر پیل وي.