د پاکستان حکومت په خیبر کې تر یوې میاشتې پر غونډو بندیزونه ولګول

د خیبر پښتونخوا صوبې د خیبر ولسوالۍ مرستیال کمېشنر د یوه مکتوب له لارې په دې ولسوالۍ کې تر یوې میاشتې پورې پر غونډو بندیز ولګاوه.

د خیبر د مرستیال کمشنر متقاعد ثناءالله له دفتره په خپاره شوي یوه مکتوب کې ویل شوي، چې د جرایمو قانون د ۱۴۴مې مادې له مخې، تر یوې میاشتې پورې په دې ولسوالۍ کې تر پنځو تنو د ډېرو کسانو را ټولېدل او د وسلو ګرځول منع دي.

ثناءالله خان، چې د پوځ متقاعد افسر دی وايي، دا ګام په سیمه کې شته ګواښونو ته په پام د عامه امنیت د ټینګښت په موخه اخستل شوی.

هغه وايي: « د سیمې د استخباراتي معلوماتو د همغږۍ کمېټې یو لړ بالقوه ګواښونه په نښه کړي، چې سوله او د خلکو امنیت ګواښلی شي».

دغه پرېکړه د اکټوبر له نهمې نه د نومبر تر اوومې پورې د پلیتابه وړ ګڼل شوې ده.

په مکتوب کې ویل شوي، چې د دې حکم سرغړوونکي به د پاکستان د جزا قانون د ۱۸۸مې مادې له مخې له قانوني چلند سره مخ شي.

دغه بندیز داسې مهال لګول کیږي، چې د اکټوبر پر ۱۱مه په خیبر ولسوالۍ کې پښتون قامي جرګه جوړیږي او ګڼ خلک وربلل شوي دي.

د بښنې نړۍوال سازمان د پښتون ژغورنې غورځنګ پر وړاندې د پاکستان د حکومت وروستي بندیزونه غندلي او دا یې د خلکو د غږونو د غلي کولو او سوله ییزو غونډو د مخنیوي هڅه ګڼلې ده.