پښتون قومي جرګه افغانستان کې د ګډ حکومت غوښتنه کوي
د جرګې په خیمو کې یو بحث دادی چې طالبان دې د پخواني جمهوري دولت له پلویانو سره په لویه جرګه کې را غونډ شي او یو ګډ [افغان شموله]حکومت دې جوړ کړي.
د پښتون قومي جرګې په خیمو کې د افغان طالبانو او جمهوریت د پلویانو ترمنځ په کابل کې د یوې لویې جرګې د جوړولو وړاندیز شوی.
د جرګې له منځه یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل: « په دې وړاندیز کې ویل شوي، چې طالبان دې د پخواني جمهوري دولت له پلویانو سره په لویه جرګه کې را غونډ شي او یو ګډ حکومت دې جوړ کړي».
تر اوسه په وروستي پرېکړه لیک کې ددغه وړاندیز د ځایولو په اړه څه نه دي ویل شوي.
د پښتون قومي جرګې پرېکړه لیک تر اوسه پورې نه دی اعلان شوی، خو داسې ښکاري چې ددې جرګې په وروستي پریکړه لیک کې به د پښتون ژغورنې غورځنګ ټول وړاندیزونه ځای نه شي.
یوې سرچینې له نومښودنې پرته افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې په دې جرګه کې ۴۵ خیمې د ولسوالیو اړوند دي او ۳۵ نورې خیمې د ګوندونو لپاره ځانګړې شوې، خو «د ګوندونو ډېر استازي یوازې سیاسي غوښتنې لري، چې د ولسوالیو پر خیمو یې هم نفوذ کړی».
سرچینه وايي، چې «د عوامي نېشنل ګوند مرکزي مشر او د پاکستان د مشرانو جرګې غړی ایمل ولي خان ددې جرګې ځینې ضمانتونه پرغاړه اخستي او ښايي جرګه د ډېرو سترو پرېکړو په کولو کې، چې د پاکستان حکومت له ننګونو سره مخ کولای شي، په اسانۍ عمل ونه کړای شي».
د جرګې له کمېټو نه درز شوي معلومات ښيي چې د حکومت تر نفوذ لاندې کسان هڅه کوي د پي ټي ایم او قبایلي سیمو د مشرانو د ننګوونکو غوښتنو پر وړاندې مقاومت وکړي او د جرګې پرېکړې تر اغیز لاندې راولي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ د یو وړاندیز په تړاو چې طالبان او پوځ دې له قبایلي سیمو او پښتونخوا نه ووځي، هم اختلاف دی، ځکه یو شمېر سیاسي مشران استدلال کوي، چې قومونه او قبیلې د سیمې بشپړ امنیت نه شي ساتلای او په سیمو کې بېرته طالبان نفوذ کوي چې د پوځ مداخلې ته بېرته لاره پرانیزي.
خو دا د خیمو بحث دی او ددې بحثونو نچوړ تر اوسه نه دی په ډاګه شوی.
ټاکل شوې ددې جرګې پریکړه لیک د اتیاګونو خیمو د بحثونو له نچوړ وروسته د جرګې په عمومي تالار کې وړاندې شي.