په خیبر کې د پښتنو د عدالت غوښتنې قومي جرګه د منظور پښتین د وینا سره په رسمي ډول پیل شوه
د بښتون قامي عدالت پر اېکس خواله رسنۍ خپور شوي پیغام کې راغلي، چې په خیبر کې د پښتونو د عدالت غوښتنې قومي جرګه پیل شوه. دوی همدراز لیکلي، چې په جرګه کې لسګونه زره کسان د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتین په مشرۍ سره راټول شوي دي.
د پښتنو قامي جرګې یا عدالت کډونوال له پښتونخوا، سویلي پښتونخوا، کراچۍ او د پاکستان له نورو سیمو څخه په لویو کاروانونو کې د جرګې ځای ته رسېدلي دي.
د را رسېدلو معلوماتو له مخې، جرګه د مشر منظور پښتین پرانیستونکې وینا سره پیل شوه او ملک نصیر احمد کوکي خېل ورپسې وینا وکړه.
اوس مهال جرګه کې په لوی سکرین له لارې خلکو ته اړین معلومات شریکیږي، چې په دې کې د پاکستان پوځ له خوا د پښتنو سره شوي ظلمونه او د بې درک شوي کسانو شمېر مستند شوی دی.
د پښتو قومې جرګې په اعلامیه کې راغلي، چې دغه جرګه د امنیتي ستونزو، پولیسو د خنډونو، او په ډزو د پینځه پښتونو ځوانانو د وژل کېدو له امله یوه ورځ ځنډېدلې وه، چې په پای کې نن د اکتوبر ۱۲مه په رسمي توګه پیل شوه.