د خیبر پښتونخوا په ډېرو سیمو کې مخابراتي شبکې او انټرنېټ لا هم کار نه کوي
په خیبر پښتونخوا کې ګڼو کسانو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې په خیبر ولسوالۍ کې د پښتنو د عدالت غوښتنې جرګې له امله د څو ورځو راهیسې ټولې مخابراتي شبکې بندې او انټرنېټ هم له کاره لوېدلی دی.
د دې تر څنګ په پېښور ښار کې ګڼ کاروباریان هم شکایت کوي، چې د تېرو شاوخوا اتو ورځو راهیسې په صوبه کې نېټ کار پرېښی چې ورسره یې د دوی ورځینۍ چارې هم ټکنۍ کړې دي.
دغه خلک له حکومتي چارواکو غواړي، چې په مخابراتي شبکو دې لګېدلي بندیزونه ژر تر ژره لرې کړي، چې د دوی د زیانونو مخه ونیول شي.
په پېښور ښار کې د محمد یاسین په نامه یو سوداګر افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل:« زموږ ټول کاروبار د واټس اپ له لارې ترسره کېږي؛ خو له هغې ورځې چې په خیبر ولسوالۍ کې د پښتنو د قومي جرګې لپاره هلې ځلې پیل شوې، ورسره جوخت په انټرنېټ هم بندیزونه لګېدلي چې دې کار زموږ کار وبار ته ډېر زیان اړولی او تاواني کړي یې یو.»
دا رنګه یو شمېر خبریالان او د رسنیو کارکوونکي هم وایي، چې پر مخابراتي شبکو د لګېدلي بندیز له امله د دوی چارې ټکنۍ شوې او پر خپل وخت خپل راپورونه نه شي خپرولای.
د پاکستان په ډېرو لویو ښارونو کې ډېر ځله په ځینو ځانګړو حالاتو او ځانګړو ورځو کې پر مخابراتي شبکو بندیزونه لګول کېږي، چې له امله یې د خلکو او د بشري حقونو د نړۍوالو ټولنو او بنسټونو نېوکې هم له ځانه سره لري.