ضعیف: د خیبر جرګه د ظلم په وړاندې د مظلومانو د فریاد د هیلو راټوکیدلو نوی پړاو دی
د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پرمهال په پاکستان کې د دغې ډلې پخوانی سفیر ملا عبدالسلام ضعیف وایي: «د خیبر جرګه د ظلم پر وړاندې د مظلومانو د فریاد د هیلو راټوکیدلو نوی پړاو دی.»
نوموړي د پښتنو د قومي جرګې په اړه پر اېکس خواله رسنۍ لیکلي، چې د دغې جرګې د ګډونوالو له خبرو ښکاري، چې په پښتونخوا کې د فریاد مرجع عادلانه نه وه.
ښاغلي ضعیف دغه راز هیله ښودلې ده، چې دا جرګه خپلې موخې ته ورسېږي.
عبدالسلام ضعیف زیاتوي، چې پښتنو تر اوسه په پښتونخوا کې د ظلم له زغملو پرته بله چاره نه درلوده.
که څه هم طالبانو تر اوسه د پښتنو د قومي جرګې په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو څو ورځې مخکې په پاکستان کې د حکومت او سیاسي مخالفینو د پلویانو ترمنځ له ترینګلتیاوو وروسته د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وویل، چې د پاکستان په روان وضعیت اندېښمن دي.
د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت ویاند د پاکستان پر حکومت غږ کړی و، چې «د ولس د مشروع غوښتنو پر وړاندې تر ټولو ښه لار مذاکره او تفاهم دی.»
خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ بیا د طالبانو لهخوا د پاکستان د سياسي حالاتو په اړه څرګندونې د دغه هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه وبلله.
نوموړې دغه راز وویل، چې طالبان باید یو ډیموکراټیک هېواد ته د مشورې ورکولو پر ځای خپلو کورنیو ستونزو ته پام وکړي.