پي ټي ایم: جرګه کې د ګډون لپاره زرګونه کسان خیبر ته رسېدلي او نور پر لارو را روان دي

د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشرتابه غړي وايي، تر دې دمه زرګونه کسان خیبر کې د جرګې میدان ته رسیدلي او نور یې پر لارو دي. دوی دا هم وايي، چې د تېرې ورځې د وژل شویو کسانو د جنازې مراسم به نن له ماسپښین وروسته د جرګې په میدان کیږي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشرتابه غړی حنیف پښتین وايي، نن پنجشنبه چې جرګې ته ایله یوه ورځ پاتې ده له پښتنو سیمو زرګونه کسان خیبر ته رسیدلي او نور یې پر لارو دي.
هغه وايي، په زرګونو خلک پر لارو ځکه پلي را روان دي چې تېره ورځ یې پاکستاني ځواکونو د موټرو لارې بندې کړې وې او لا یې هم مخه نیسي.

دا رنګه د کوهاټ تونل لاره چې له پرون سهار راهیسې تړل شوې وه لا هم تړلې پاتې ده.
ښاغلی پښتین وايي، د خیبر جرګې د تېرې ورځې د وژل شویو کسانو جنازه به نن له ماسپښین وروسته په همدې میدان کې ادا کیږي چې لسګونه زره کسان به ګډون په کې وکړي.
هغه وايي، د ټولو پښتنو ارادې لوړې دي او په خبره یې که څومره یې حکومت مخه ونیسي جرګه به کیږي او خپلې موخې ته به رسیږي.