د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون: حکومت د پي ټي ایم پر وړاندې غیرمتناسب ګامونه اخستي
د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون د پښتون ژغورنې غورځنګ پر غړو او جرګې له بریدونو سره مخالفت ښودلی.
دغه کمېسیون په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دوی د نا وسله والو معترضانو پر وړاندې د غیر قانوني زور کارولو سره مخالف دي.
یاد کمېسیون وايي، سره له دې چې د پېښور سترې محکمې پښتون ژغورنې غورځنګ ته د سوله ییزو غونډو جوړولو اجازه ورکړې، حکومت وار دمخه د پي ټي ایم پر فعالیتونو د بندیز او جرګې د مخنیوي په برخه کې غیر متناسب ګامونه اخستي دي.