د افغانستان جمهوري غوښتونکي: د اکټوبر قومي جرګې پايلې به د ځورېدلو افغانانو د ټپونو پټۍ شي

د افغانستان د جمهوري غوښتونکو خوځښت په يوې اعلاميه کې د اکټوبر قومي جرګې د جوړېدو ملاتړ وکړ او پر ملت يې غږ کړی، چې «په دې حساسو شېبو د ملي يوالي په مټ د پښتون ژغورنې غورځنګ ترڅنګ ودرېږي.»

جمهوري غوښتونکو د اکتوبر د قومي جرګې پايلې د افغانانو د ټپونو لپاره پټۍ بللي.

د جمهوري غوښتونکو خوځښت نن یکشنبه په يوې اعلاميه کې د اکتوبر ۱۱ قومي جرګې ته په اشارې ویلي: «ویښ او با ارادې ملتونه به خپل تقدیر په خپله ټاکي او خپل برخلیک به په ګډه خپلواکه اراده سموي.»

خوځښت په اعلاميه کې ليکي، چې د دسیسې په شکل د ډېورنډ کرښې په رامنځته کېدو سره د افغانانو پر وړاندې بدې ورځې هم شروع شوي.

افغان جمهوري غوښتونکي وايي، چې طبعي زېرمو څخه ناسمه ګټه اخيستنه، د افغانانو او پښتنو ترمنځ دوامداره جنجالونه، د ترهګرۍ فعال ساتل او د پاکستان د پښتون ضد پوځ د پښتنو سيمې لاندې کول هغه ټکي ياد کړه، چې له مخې به یې دغه جرګه د حل پر لارو چارو وروستي تصمیمونه نيسي.

په اعلاميه کې راغلي: « پنجاب دلته تش په نامه د ترهګرۍ ضد جګړې ډرامه پیل کړه او لسګونه زره پښتانه یې ووژل، کورنه و بازارونه یې ورړنګ کړل، مشران یې ورک او زنداني کړل.»

افغان جمهوري غوښتونکو خوځښت په پاکستان کې د دې ټولو ستونزو پر وړاندې د پښتون ژغورنې غورځنګ فعالیت ستایلی او ويلي يې دي: «دې غورځنګ له دوښمن څخه لار وپار خطا کړه.»

په اعلاميه کې ويل شوي، چې دوښمن د اکتوبر د ۱۱ مې قامې جرګې د جوړېدو لپاره خنډونه جوړوي او د ګډونوالو د راټولېدو پر سېمو بريدونه کوي.

په اعلاميه کې د جرګې پر سېمو د پاکستاني پوځيانو بريدونه غندلي او ليکلي يې دي: « د پښتون ژغورنې غورځنګ د مبارزانو په وړاندې تاوتریخوالی او د جرګې د سبوتاژ هر ډول اقدام و دسیسه په کلکه غندو، له غورځنګ سره خپل هراړخیز ملاتړ اعلانوو.»

دوی هيله څرګنده کړې، چې د اکتوبر د قومي جرګې پايلي به د افغانانو لپاره تر ټولو ښه پرېکړې وي.