ژوندیډونالډ ټرمپ د امریکا د ۴۷م ولسمشر په توګه خپله دنده پیل کړه

  • ډونالډ ترمپ نن خپله نوې څلور کلنه دوره پیل کړه
  • طالبانو ته د ټرمپ تازه خبرداری: د امریکا پاتې شوې وسلې او وسایل در څخه اخلم
  • د نورو ولسمشرانو په خلاف دا ځل د لوړې مراسم په ازاده فضاء کې ترسره نه شول
  • د ډونالډ ټرمپ د لوړې په مراسمو کې له شپږو زیاتو میلیاردرانو ګډون کړی و
  • ۱۳ ساعتونه مخکې
    .AP ۱۴۰۳ سلواغه ۰۳ ۰۵:۰۶

    ذاکر جلالي: اټکل کېږي چې د ټرمپ له نوې ادارې سره به امریکا او طالبان لازیات پرمختګونه ولري

    ‏ د طالبانو د بهرنیو چارو په وزارت کې سلاکار ذاکر جلالي وایي، په امريکا کې د ټرمپ ادارې د کار له پيل سره د دې اټکل کېږي چې د طالبانو سره دواړه لوري به لازيات پرمختګونه ولري.

  • ۱۵ ساعتونه مخکې
    .AP ۱۴۰۳ سلواغه ۰۳ ۰۳:۲۹

    جان اګلېند: د مرستو ځنډول په افغانستان کې د لوږې سره مخامخ کسانو لپاره یو وحشتناک خبر دی

    د ناروې د کډوالو شورا سرمنشي جان اګلېند وایي، چې د ټرمپ له‌خوا د ۹۰ ورځو لپاره د مرستو ځنډول په افغانستان کې د بې ځایه شویو او له لوږې سره د مخامخ شویو کسانو لپاره یو «وحشتناک» خبر دی.

  • ۲۰ ساعتونه مخکې
    .AP ۱۴۰۳ سلواغه ۰۲ ۲۲:۳۷

    ټرمپ د جان بولټن په وړاندې محافظتي اقدامات پای ته ورسول

    د امریکا نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپل پخواني ملي امنیت سلاکار جان بولټن پر وړاندې محافظتي تدابیر لغوه کړل.

  • ۲۰ ساعتونه مخکې
    .AP ۱۴۰۳ سلواغه ۰۲ ۲۲:۱۶

    امریکایان: ټرمپ دې د نویو زېږېدلو کډوالو ماشومانو د تابیعت حقونو نه ورکولو فرمان لغوه کړي

    د امریکا د ۱۸ ایالتونو لویو څارنوالانو په یوه ګډ شکایت کې په متحده ایالاتو کې د زېږون پر اساس د تابعیت د حقونو د لغوه کولو په اړه د ټرمپ د فرمان د لغوې غوښتنه وکړه.

  • ۲۳ ساعتونه مخکې
    .AP ۱۴۰۳ سلواغه ۰۲ ۱۹:۴۱

    د ټرمپ سرحدي سلاکار وایي چې د پناه غوښتنې پروګرام تر بیا کتنې لاندې دی

    د امریکا د نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ادارې سرحدي سلاکار سي اېن اېن ته وویل، چې حکومت د کډوالۍ د کنټرول لپاره د هدفي اقداماتو د پلي کولو په حال کې ده.

  • ۲۳ ساعتونه مخکې
    .AP ۱۴۰۳ سلواغه ۰۲ ۱۹:۲۶

    کاناډا: که ټرمپ ۲۵ سلنه تعرفه ولګوي، موږ به پرېکنده او سمدستي ځواب ورکړو

    د کاناډا لومړي وزیر جسټین ټروډو د سې شنبه په ورځ په اوټاوا کې یوه خبري کنفرانس کې وویل، چې که ټرمپ د کاناډا پر توکو ۲۵ سلنه تعرفه ولګوي، کاناډا به «پرېکنده او سمدستي» غبرګون وښيي.

  • پرون
    .AP ۱۴۰۳ سلواغه ۰۲ ۱۵:۵۲

    ټرمپ وايي د اوکراین جګړې د پای ته رسولو لپاره به ژر له پوتين سره وويني

    د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ په خپل کاري دفتر کې خبریالانو ته وويل، چې ژر به له خپل روسيي سيال ولاديمير پوتين سره وويني ترڅو د اوکراین جګړې د پای ته رسولو هڅه وکړي.

  • پرون
    .AP ۱۴۰۳ سلواغه ۰۲ ۱۴:۱۹

    هغه قلمونه چې ولسمشر ټرمپ خپلو پلویانو ته ور ګوزار کړل

  • پرون
    .AP ۱۴۰۳ سلواغه ۰۲ ۱۳:۵۲

    ټرمپ ته د نړۍ د ځینې مشرانو د مبارکۍ پیغامونه

  • پرون
    .AP ۱۴۰۳ سلواغه ۰۲ ۱۲:۳۷

    د روغتیا نړیوال سازمان له دې سازمانه د امریکا په وتلو خواشیني وښوده

    د روغتیا نړیوال سازمان د ډونالډ ټرمپ د وروستۍ پریکړې په اړه خواشیني څرګنده کړه، چې متحده ایالات له دې سازمان وباسي.

    دغه سازمان له واشنګټن وغوښتل چې پر خپله پرېکړه له سره غور او په دې مسله کې له دې سازمان سره رغنده خبرې وکړي.

  • پرون
    .AP ۱۴۰۳ سلواغه ۰۲ ۱۲:۰۱

    د ټرمپ د سیاست پرضد نیویارک کې مظاهرې

  • پرون
    .AP ۱۴۰۳ سلواغه ۰۲ ۱۱:۲۳

    محسن نقوي: د ټرمپ په دوره کې به د پاکستان او امریکا د اړیکو نوی فصل پیل شي

    د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ویلي، د ټرمپ په ولسمشرۍ کې به د پاکستان او امریکا د اړیکو نوی څپرکی پیل شي.

    نقوي امریکا ته د خپل سفر په جریان کې په یوه ځانګړې مېلمستیا کې په ګډون له د امریکایي سناتورانو، د کانګرس غړو او نورو مهمو شخصیتونو سره ولیدل.

  • پرون
    .AP ۱۴۰۳ سلواغه ۰۲ ۱۱:۰۹

    د ټرمپ د بري مراسمو کې د ایلان ماسک لاس پورته کولو ته غبرګون

  • پرون
    .AP ۱۴۰۳ سلواغه ۰۲ ۰۸:۵۱

    نانسي پلوسي (د جنورۍ د شپږمې) د تورنو د بښنې په اړه د ټرمپ فرمان وغانده

    د امریکا د استازو جرګې پخوانۍ مشرې نانسي پلوسي د ولسمشر ټرمپ پر هغه فرمان نیوکه وکړه، چې له مخې یې د ۲۰۲۱ کال (د جنورۍ د ۶مې) په پېښه کې تر ۱۰۰۰ څخه زیاتو تورنو کسانو ته بښنه وکړه.

  • ۲ ورځې مخکې
    .AP ۱۴۰۳ سلواغه ۰۲ ۰۵:۴۳

    خواجه اصف: زموږ د سیاسي ډلو هیلې له امریکا سره تړلې دي

    د پاکستان دفاع وزير خواجه اصف د کومې ډلې د نوم اخیستلو پرته ويلي، چې د دوی د سياسي ډلو هیلې له امريکا سره تړلې دي؛ خو امريكايان بیا خپلې ګټې لري.

  • ۲ ورځې مخکې
    .AP ۱۴۰۳ سلواغه ۰۲ ۰۵:۰۱

    ډونالډ ټرمپ: د غزې په اوربند باوري نه یم

    د امریکا نوی ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، چې په غزه کې د اسراییل او حماس ډلې ترمنځ په شوي اوربند باوري نه دی.

    هغه وایي، د دغه اوربند پر بشپړ پلې کېدو باوري نه دی.

  • ۲ ورځې مخکې
    .AP ۱۴۰۳ سلواغه ۰۲ ۰۴:۳۵

    ډونالډ ټرمپ: د اسراییل او سعودي عربستان ترمنځ اړیکې به بېرته عادي کړم

    د امریکا نوي ولسمشر ډونلډ ټرمپ هیله څرګنده کړې چې سعودي عربستان به هم د ابراهیم تړون برخه شي او د اسراییل سره به یې اړیکې هم بېرته ورغوي.

  • ۲ ورځې مخکې
    .AP ۱۴۰۳ سلواغه ۰۲ ۰۴:۰۸

    د مکسیکو ولسمشره: د مکسیکو سره اړیکې باید د متقابل درناوي پر بنسټ ترسره شي

    د مکسیکو ولسمشرې کلاډیا شینبام ټرمپ ته واک ته د بېرته راستنېدو مبارکي ورکړې ده.
    هغه وایي، چې د مکسیکو سره اړیکې باید د متقابل درناوي پر بنسټ ترسره شي.

  • ۲ ورځې مخکې
    .AP ۱۴۰۳ سلواغه ۰۲ ۰۲:۱۸

    د سوریې نوی مشر وايي، هیله لري چې ټرمپ به منځني ختیځ ته 'سوله' راولي

    د تحریر الشام وسله‌والې ډلې مشر احمد الشرع چې د سوریې د پخواني مشر بشار الاسد حکومت یې نسکور کړ، ټرمپ ته د سپینې ماڼۍ ته د راستنېدو مبارکي ورکړې ده.

  • ۲ ورځې مخکې
    .AP ۱۴۰۳ سلواغه ۰۲ ۰۰:۴۳

    مارکو روبیو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په توګه وټاکل شو

    مارکو روبیو چې د ترهګریز سازمان په توګه د طالبانو د پېژندلو پلوی دی، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په توګه وټاکل شو.

  • ۲ ورځې مخکې
    .AP ۱۴۰۳ سلواغه ۰۲ ۰۰:۲۲

    په امریکا کې د سعودي سفیره: د امریکا او سعودي عربستان ترمنځ اړیکې تاریخي دي

    په واشنګټن کې د سعودي عربستان سفیرې ریما بنت بندر د امریکا د نوي ولسمشر د لوړې له مراسمو وروسته ویلي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې تاریخي دي.

  • ۲ ورځې مخکې
    .AP ۱۴۰۳ سلواغه ۰۱ ۲۲:۳۴

    جسټن ټروډو: له ډونالډ ټرمپ سره به د کډ کار په ترڅ کې د خلکو لپاره ډېرې دندې پیدا کړو

    د کاناډا لومړي وزیر جسټن ټروډو د متحده ایالاتو نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته مبارکي ورکړې او ویلي یې دي، چې د ګډ کار په ترڅ کې به په دواړو هېوادونو کې ډېرې دندې او سوکالۍ رامنځته کړي.

  • ۲ ورځې مخکې
    .AP ۱۴۰۳ سلواغه ۰۱ ۲۱:۰۴

    د اف بي ای لپاره نوماند: د بدلونونو نوی بهیر پیلوو

    د اف بي ای د مدیریت لپاره د امریکا د نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا نوماند کش پټېل وایي، چې په امریکا کې به د بدلونونو نوی بهیر پیل شي.

  • ۲ ورځې مخکې
    .AP ۱۴۰۳ سلواغه ۰۱ ۲۰:۳۹

    کرزی: په دې هیله چې ټرمپ د امريکايانو لپاره لا زيات پرمختګ او سوکالي راولي

    پخواني ولسمشر حامد کرزي د امریکا د نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ د لوړې له مراسمو وروسته وویل؛ هیله لري چې د امریکا نوې اداره د امريکايانو لپاره لا زيات پرمختګ او سوکالي راولي.

  • ۲ ورځې مخکې
    .AP ۱۴۰۳ سلواغه ۰۱ ۲۰:۰۲

    د پانامې کانال په تړاو د ټرمپ د وروستیو څرګندونو په اړه د پانامې د ولسمشر غبرګون

    د پانامې ولسمشر د پانامې د کانال په اړه د ډونالډ ټرمپ د وروستیو څرګندونو په غبرګون وویل، چې د پانامې کانال به همداراز پانامه پاتې شي.

  • ۲ ورځې مخکې
    .AP ۱۴۰۳ سلواغه ۰۱ ۱۹:۰۲

    کېیر سټارمر: د ډونالډ ټرمپ په راتګ به د امریکا او برېتانیا ځانګړې اړیکې دوام وکړي

    د برېتانیا لومړي وزیر کېیر سټارمر د متحده ایالاتو نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته د هغه هېواد د ولسمشر په توګه د دندې د پیولو مبارکي ورکړې او ویلي یې دي، چې د امریکا او برېتانیا ځانګړې اړیکې به دوام پیدا کړي.

  • ۲ ورځې مخکې
    .AP ۱۴۰۳ سلواغه ۰۱ ۱۸:۴۶

    د ټرمپ د لوړې مراسم پایته ورسېدل

    د امریکا د نوي متنخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د لوړې مراسم پایته ورسېدل.

  • ۲ ورځې مخکې
    .AP ۱۴۰۳ سلواغه ۰۱ ۱۸:۳۳

    د اسټرالیا لومړی وزیر: له ټرمپ سره د فرصتونو او ننګونو په اړه ګډ کار ته سترګې په لار یم

    د اسټرالیا لومړی وزیر انټوني البانیز د متحده ایالاتو نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته مبارکي ورکړې او ویلي یې دې، چې د راتلونکو فرصتونو او ننګونو په اړه کډ کار کولو ته سترګې په لار دی.

  • ۲ ورځې مخکې
    .AP ۱۴۰۳ سلواغه ۰۱ ۱۸:۰۸

    شهباز شریف: ډونالډ ټرمپ سره د دوامداره ملګرتیا لپاره سترګې په لاره یم

    د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د متحده ایالاتو نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته د ولسمشر په توکه مبارکي ورکړې او ویلي یې دي، چې له ټرمپ سره د پاکستان او امریکا د دوامداره ملګرتیا پیاوړي کولو په موخه ګډ کار ته سترګې په لاره دی.

  • ۲ ورځې مخکې
    .AP ۱۴۰۳ سلواغه ۰۱ ۱۸:۰۰

    ټرمپ له خپلې مېرمنې ملانیا د مچو اخیستلو هڅه کوي

  • ۲ ورځې مخکې
    .AP ۱۴۰۳ سلواغه ۰۱ ۱۷:۴۲

    ډونالډ ټرمپ: جګړې به پای ته ورسوو

    ډونالډ ټرمپ د امریکا د ولسمشر په توګه د لوړې له مراسمو وروسته په خپله وینا کې امریکایان بې مثاله وګڼل او ویې ویل، چې مخترعان او کاشفان دي او هیچا داسې لاسته راوړنه نه درلوده.

  • ۲ ورځې مخکې
    .AP ۱۴۰۳ سلواغه ۰۱ ۱۷:۳۸

    نرېندرا مودي: له ډونالډ ټرمپ سره له نږدې د ګډ کار تمه لرم

    د هندوستان لومړي وزیر نرېندرا موډي د متحده ایالاتو نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته مبارکې ورکړې او هیله یې څرګنده کړې، چې د هند او امریکا د ګډو ګټو د خوندي کولو لپاره به په ګډه کار وکړي.

  • ۲ ورځې مخکې
    .AP ۱۴۰۳ سلواغه ۰۱ ۱۷:۳۱

    ډونالډ ټرمپ: امریکایي سرتیري باید یوازې د امریکا د دښمنانو د ماتولو په لټه کې وي

    ډونالډ ټرمپ د امریکا د ولسمشر په توګه د لوړې له مراسمو وروسته په خپله وینا کې وویل، چې ټول پوځي پرسونل چې له پوځ نه په ناعادلانه ډول د کووید ۱۹ واکسین نه لګولو له امله اېستل شوي، بېرته به یې پوځ ته راوګرځوي.

  • ۲ ورځې مخکې
    .AP ۱۴۰۳ سلواغه ۰۱ ۱۷:۲۳

    ډونالډ ټرمپ: امریکا ته به ټول غیر قانوني راتګ بند شي

    ډونالډ ټرمپ د امریکا د ولسمشر په توګه د لوړې له مراسمو وروسته په خپله وینا کې وویل، چې ده د میلیوني رایو په اختلاف یې د ټولو خلکو رایې ګټلې دي.

  • ۲ ورځې مخکې
    .AP ۱۴۰۳ سلواغه ۰۱ ۱۷:۱۴

    ډونالډ ټرمپ: د امریکا طلايي دور له همدې شېبې پیلېږي

    ډونالډ ټرمپ د امریکا د ولسمشر په توګه د لوړې له مراسمو وروسته په خپله وینا کې وویل، چې د امریکا طلايي دور له همدې شیبې پیلیږي.

  • ۲ ورځې مخکې
    .AP ۱۴۰۳ سلواغه ۰۱ ۱۷:۰۴

    ټرمپ د لوړې مراسم پرځای کړل

    د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د لوړې مراسم پرځای وکړل.

    نوموړي په ۳۵ کلمو کې د لوړې متن تکرار کړ او په دې توګه د امریکا ۴۷ ولسمشر شو، چې خپله نوې دوره پیلوي.

    بایډن نوموړي ته لاس ورکړ، چې د نوي امریکايي ولسمشر په توګه خپلې چارې پیل کړي.

  • ۲ ورځې مخکې
    .AP ۱۴۰۳ سلواغه ۰۱ ۱۶:۵۰

    ټرمپ پخواني ډیپلوماټان ګوښه کوي؛ جان باس له خپلې دندې استعفا کړې ده

    د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د لېږد ټیم له یو شمېر لوړپوړو ډیپلوماتانو غوښتنه کړې چې له خپلو دندو استعفاوې وکړي.

  • ۲ ورځې مخکې
    .AP ۱۴۰۳ سلواغه ۰۱ ۱۶:۴۶

    د امریکا د نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ د لوړې مراسم پیل شول

    د امریکا د نوي ۴۷م منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د لوړې مراسم په کانګرس کې پیل شول او په څو شېبو کې به ټرمپ د امریکا د نوي ولسمشر په توګه لوړه وکړي.

  • ۲ ورځې مخکې
    .AP ۱۴۰۳ سلواغه ۰۱ ۱۶:۳۸

    ډونالډ ټرمپ د کانګرس ودانۍ ته داخل شو او په څو شېبو کې به د لوړې مراسم پیل شي

    د امریکا ۴۷م منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د کانګرس ودانۍ ته داخل شو او ټاکل شوې چې په څو شېبو کې به د لوړې مراسم پیل شي.

  • ۲ ورځې مخکې
    .AP ۱۴۰۳ سلواغه ۰۱ ۱۶:۳۶

    ټرمپ یوازې دوه جنسیتونه په رسمیت وپیژني

    د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ به پر څوکۍ له کښېناستو سره سم اجرایوي فرمانونه صادر کړي چې د تنوع، مساوات او شمولیت (DEI) پروګرامونه به ختم کړي او اعلان به وکړي چې د امریکا فدرالي حکومت یوازې دوه جنسونه، نارینه او ښځینه، په رسمیت پیژني.

  • ۲ ورځې مخکې
    .AP ۱۴۰۳ سلواغه ۰۱ ۱۶:۲۸

    ډونالډ ټرمپ تر لوړې مخکې د مذهبي مراسمو لپاره کلیسا ته لاړ

  • ۲ ورځې مخکې
    .AP ۱۴۰۳ سلواغه ۰۱ ۱۶:۲۴

    د امریکا د پخوانیو ولسمشرانو په ګډون د بېلابېلو مذاهبو مشران کانګرس ته داخل شول

    د امریکا د پخوانیو ولسمشرانو په ګډون د بېلابېلو مذاهبو مشران، ډېپلوماټان او مشران سیاستوال د ډونالډ ټرمپ د لوړې په مراسمو کې د ګډون لپاره د امریکا د کانګرس ودانۍ ته راغلي دي.

    په ورته وخت کې د ډونالډ ټرمپ د کورنۍ په ګډون د امریکا ګڼ شمېر چارواکي هم دغې ودانۍ ته داخل شوي دي.

  • ۲ ورځې مخکې
    .AP ۱۴۰۳ سلواغه ۰۱ ۱۶:۲۱

    چین ټرمپ ته هیله من دی خو اندېښمن هم دی

    سپینې ماڼۍ ته د ډونالډ ټرمپ د بیرته ستنیدو په اړه د چین چارواکي او خلک هیله‌مند دي، خو اندېښمن هم دي، ځکه دوی غواړي د هغې سوداګریزې جګړې د تکرار مخه ونیسي چې د هغه په لومړۍ دوره کې یې د دواړو اقتصادي ځواکمنو هیوادونو ترمنځ کړکیچ رامنځته کړ.

  • ۲ ورځې مخکې
    .AP ۱۴۰۳ سلواغه ۰۱ ۱۶:۰۹

    بارک اوباما د ټرمپ د لوړې مراسمو ته یوازې راغلی

    د امریکا پخوانی ولسمشر بارک اوباما د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د لوړې مراسمو ته یوازې راغی، ځکه مېرمنې یې ویلي نه غواړي داسې چا ته موسکه شي، چې نوموړې یې په بنسټیز ډول د امریکا د ډیموکراسۍ لپاره ګواښ ګڼي.

  • ۲ ورځې مخکې
    .AP ۱۴۰۳ سلواغه ۰۱ ۱۶:۰۱

    داودزی: د ټرمپ د لوړې مراسم چې مې ولیدل د افغانستان د ولسمشر د لوړې مراسم مې په یاد شول

    د پاکستان لپاره د افغانستان د وروستي جمهوري دولت پخوانی استازی عمر داودزی وايي چې د ټرمپ د لوړې د مراسمو په لیدو یې د افغانستان د جمهوریت د ولسمشر د لوړې مراسم په یاد شول چې یو ولسمشر بل منتخب ولسمشر ته هر کلی وایه.

  • ۲ ورځې مخکې
    .AP ۱۴۰۳ سلواغه ۰۱ ۱۵:۵۳

    بایډن او ټرمپ د امریکا کانګرس ته ننوتل

    په سپینه ماڼۍ کې له یوې وړې ناستې وروسته جو بایډن او ټرمپ په یوه لیموزین کې د امریکا کیپیټل ته لاړل چې د منتخب ولسمشر د لوړې په مراسمو کې ګډون وکړي.

  • ۲ ورځې مخکې
    .AP ۱۴۰۳ سلواغه ۰۱ ۱۵:۵۲

    پوتین د ټرمپ د لوړې له مراسمو وړاندې هغه ته مبارکي ویلې

    د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د دوشنبې په ورځ د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته د هغه د لوړې له مراسمو وړاندې مبارکي وویله او د سپینې ماڼۍ له نوې ادارې سره یې د خبرو اترو لپاره خپل چمتووالی څرګند کړ.

  • ۲ ورځې مخکې
    .AP ۱۴۰۳ سلواغه ۰۱ ۱۵:۴۹

    جو بایډن سپینه ماڼۍ کې د خپلو څلورو کلونو د خاطرو ویډیو خپره کړه

  • ۲ ورځې مخکې
    .AP ۱۴۰۳ سلواغه ۰۱ ۱۵:۴۳

    بایډن د سپینې ماڼۍ پر وړاندې ټرمپ ته ښه راغلاست ووایه

    د امریکا ولسمشر جو بایډن او لومړۍ میرمنې جیل بایډن سپینې ماڼۍ ته د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ او میلانیا ټرمپ هرکلی ووایه.

  • ۲ ورځې مخکې
    .AP ۱۴۰۳ سلواغه ۰۱ ۱۵:۴۱

    ټرمپ: موږ به د امریکا د قدرت نوی پړاو پیل کړو

  • ۲ ورځې مخکې
    .AP ۱۴۰۳ سلواغه ۰۱ ۱۵:۲۸

    ټرمپ د لوړې تر مراسمو وروسته څو اجرایوي فرمانونه لاسلیکوي

    ټرمپ به د خپلې لوړې له مراسمو وروسته ۱۱ اجراییوي فرمانونه لاسلیکوي، چې د پولو کنټرول او په پولو کې د امریکايي ځواکونو ځای پر ځای کول هم پکې شامل دي.

  • ۲ ورځې مخکې
    .AP ۱۴۰۳ سلواغه ۰۱ ۱۵:۲۳

    #ډونالډ_ټرمپ د لوړې مراسمو په درشل کې بېګا په واشنګټن کې خپلو ملاتړو ته وویل، چې امریکا کې به نوی پړاو پیل شي. داسې پړاو چې د امریکایانو لپاره به «قدرت، پراختیا، عزت او غرو» ولري.