د ټرمپ سرحدي سلاکار وایي چې د پناه غوښتنې پروګرام تر بیا کتنې لاندې دی
د امریکا د نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ادارې سرحدي سلاکار سي اېن اېن ته وویل، چې حکومت د کډوالۍ د کنټرول لپاره د هدفي اقداماتو د پلي کولو په حال کې ده.
هغه وویل، چې د پناه غوښتنې د ځنډول شوی پروګرام بیا کتنې ته اړتیا لري او وروسته له هغه به بیا فعال شي.
ټام هومن د کډوالۍ په برخه کې د حکومت د اقداماتو په اړه جزییات ورنه کړل او یوازې دومره یې وویل، چې د امریکا د کډوالۍ او ګمرکونو اداره قانون پلي کوي.
کله چې د افغانستان او نورو هېوادونو څخه د پناه غوښتونکو لپاره د پروګرام د ځنډولو په اړه وپوښتل شول، هومن سي اېن اېن ته وویل چې په امنیتي بررسی کې یوه لویه ستونزه شته، چې باید ورته رسېدګي وشي.