د مکسیکو ولسمشره: د مکسیکو سره اړیکې باید د متقابل درناوي پر بنسټ ترسره شي

د مکسیکو ولسمشرې کلاډیا شینبام ټرمپ ته واک ته د بېرته راستنېدو مبارکي ورکړې ده. هغه وایي، چې د مکسیکو سره اړیکې باید د متقابل درناوي پر بنسټ ترسره شي.

شینبام په یوه پوسټ کې لیکي:« د مکسیکو د حکومت په استازیتوب، زه ډونالډ ټرمپ ته د متحده ایالاتو د ۴۷م ولسمشر په توګه مبارکي وایم.»
هغې زیاته کړې، چې د ګاونډیانو او سوداګریزو شریکانو په توګه خبرې اترې، درناوی او همکاري به تل د دواړو هېوادونو تر منځ د ښو اړیکو بېلګه وي.