په امریکا کې د سعودي سفیره: د امریکا او سعودي عربستان ترمنځ اړیکې تاریخي دي

په واشنګټن کې د سعودي عربستان سفیرې ریما بنت بندر د امریکا د نوي ولسمشر د لوړې له مراسمو وروسته ویلي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې تاریخي دي.

نوموړې په خپل اېکس کې لیکلي: «د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې تاریخي دي او مونږ د دواړو ملتونو، سیمې او نړۍ د ګټې لپاره د همکاریو دوام ته په تمه یو.»
ریما بنت بندر د دوشنبې په ورځ د سعودي عربستان په استازیتوب د امریکا د نوي ولسمشر د لوړې په مراسمو کې ګډون کړی و.
مېرمن ریما په خپل اېکس کې دغه راز لیکلي: «په داسې حال کې چې دوه ملتونه د خپلې ملګرتیا اتیایمه کلیزه نمانځي، د سعودي عربستان د پاچا له لورې مې دا ویاړ درلود، څو د خپلو مشرانو د مبارکۍ پیغام ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د دې هېواد خلکو ته د لوړې د مراسمو په مناسبت وړاندې کړم.»
د یادولو ده، چې ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ د امریکا د ۴۷م ولسمشر په توګه د لوړې مراسم پر ځای کړل.
په دغو مراسمو د امریکا د پخوانیو ولسمشرانو په ګډون د بېلابېلو مذاهبو مشرانو، ډېپلوماټانو او سیاستوالو برخه اخیستې وه.
ټرمپ د لوړې د مراسمو له ترسره کېدو وروسته په خپلو ویناوو کې د خپلې واکمنۍ پرمهال په دې هېواد، سیمه او نړۍ کې د پراخو بدلونونو خبر ورکړ.
ویل کېږي، چې د امریکا یاد نوی ولسمشر به د اجرایوي واک محدودیتونه پراخ کړي، په میلیونونو کډوال به وباسي، له خپلو سیاسي دوښمنانو به غچ واخلي او په نړۍواله کچه به د امریکا رول بدل کړي.