چین ټرمپ ته هیله من دی خو اندېښمن هم دی
سپینې ماڼۍ ته د ډونالډ ټرمپ د بیرته ستنیدو په اړه د چین چارواکي او خلک هیلهمند دي، خو اندېښمن هم دي، ځکه دوی غواړي د هغې سوداګریزې جګړې د تکرار مخه ونیسي چې د هغه په لومړۍ دوره کې یې د دواړو اقتصادي ځواکمنو هیوادونو ترمنځ کړکیچ رامنځته کړ.
د چین مرستیال ولسمشر هان ژینګ د ټرمپ د لوړې له مراسمو وړاندې په واشنګټن کې د ټیسلا اجرایوي مشر ایلان ماسک او د امریکا د سوداګرۍ ټولنې له نورو غړو سره په لیدنو کې وویل، هیله لري چې امریکایي شرکتونه په چین کې ریښې ونیسي او د دواړو هیوادونو اړیکې باثباته کړي. دا خبرې د چین رسمي خبري اژانس شین هوا خپرې کړې دي.
رویټرز وايي، کله چې ټرمپ تیر ځل ولسمشر و، هغه له چین څخه پر واردیدونکو توکو له ۳۰۰ میلیارد ډالرو ډېرې ګمرکي تعرفې ولګولې. په وروستیو میاشتو کې هغه ویلي چې د چینایي توکو په اوسنیو ګمرکي تعرفو کې به لږ تر لږه لس سلنه زیاتوالی راولي.
هان د یکشنبې په ورځ د ټیسلا اجرایوي مشر ایلان ماسک ته وویل چې د ټیسلا او نورو امریکایي شرکتونو هرکلی کوي چې د چین له پرمختګ څخه ګټه واخلي او د چین او امریکا اړیکو کې مرسته وکړي.
په دې ناسته کې چې د فیدیکس اجرایوي مشر راجیش سوبرا منیام یې مشري کوله، د ټکنالوژۍ، بانکدارۍ، او لوژستیک په ګډون د بیلابیلو برخود اتو امریکایي شرکتونو مشران شامل وو.