جان اګلېند: د مرستو ځنډول په افغانستان کې د لوږې سره مخامخ کسانو لپاره یو وحشتناک خبر دی

د ناروې د کډوالو شورا سرمنشي جان اګلېند وایي، چې د ټرمپ له‌خوا د ۹۰ ورځو لپاره د مرستو ځنډول په افغانستان کې د بې ځایه شویو او له لوږې سره د مخامخ شویو کسانو لپاره یو «وحشتناک» خبر دی.

نوموړي پر اېکس پاڼه لیکلي: «که چیرې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر له‌خوا هیڅ ډول معافیت په پام کې ونه نیول شي؛ نو موږ به اړ شو، چې د ژوند ژغورنې مرستې نورې هم کمې کړو او د نجونو لپاره ښځینه مرستندویه کارکوونکې به له دندو ګوښه کړو.»