خواجه اصف: زموږ د سیاسي ډلو هیلې له امریکا سره تړلې دي

د پاکستان دفاع وزير خواجه اصف د کومې ډلې د نوم اخیستلو پرته ويلي، چې د دوی د سياسي ډلو هیلې له امريکا سره تړلې دي؛ خو امريكايان بیا خپلې ګټې لري.

خو ښایي په دغو څرګندونو کې د نوموړي موخه د تحریک انصاف ګوند څخه وي.
نوموړي له جیونیوز سره په مرکه کې ویلي، چې ښاغلي ټرمپ له لوړې مراسمو وروسته رغنده وینا کړې ده.

تر دې وړاندې داسې انګېرل کېده، چې سپینې ماڼۍ ته د ټرمپ په راستنېدو سره به عمران خان هم له بنده خوشې شي.
خو په پاکستان کې بیا ځیني شنونکي وایي، چې ټرمپ د افغانستان او پاکستان لپاره کومه ځانګړې تګلاره نه لري.