کاناډا: که ټرمپ ۲۵ سلنه تعرفه ولګوي، موږ به پرېکنده او سمدستي ځواب ورکړو

د کاناډا لومړي وزیر جسټین ټروډو د سې شنبه په ورځ په اوټاوا کې یوه خبري کنفرانس کې وویل، چې که ټرمپ د کاناډا پر توکو ۲۵ سلنه تعرفه ولګوي، کاناډا به «پرېکنده او سمدستي» غبرګون وښيي.

هغه ټینګار وکړ، چې کاناډا د ځواب لپاره ټولې ګزینې د مېز پر سر لري.

له بلې خوا، د تروډو کابینې د ټرمپ د ادارې او د امریکا له خوا د رامنځته شوي اقتصادي ګواښونو په اړه د خپلو ستراتیژیو د بیا کتنې لپاره یوه غونډه وکړه.

سپینې ماڼۍ ته د ټرمپ له راستنېدو څو ساعته وروسته هغه اعلان وکړ، چې د فېبرورۍ په پیل کې د کاناډا او مکسیکو په وړاندې تنبیهي تعرفې به پلي کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د کاناډا لومړي وزیر جسټن ټروډو بیا د متحده ایالاتو نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته د هغه د لوړې د مراسمو د مبارکۍ پیغام کې وویل، چې د ګډ کار په ترڅ کې به په دواړو هېوادونو کې ډېرې دندې او سوکالۍ رامنځته کړي.