پوتین د ټرمپ د لوړې له مراسمو وړاندې هغه ته مبارکي ویلې

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د دوشنبې په ورځ د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته د هغه د لوړې له مراسمو وړاندې مبارکي وویله او د سپینې ماڼۍ له نوې ادارې سره یې د خبرو اترو لپاره خپل چمتووالی څرګند کړ.

مسکو ټایمز راپور ورکړی، چې پوتین د روسیې د امنیت شورا په یوې تلویزوني غونډې کې وویل: "موږ د درېیمې نړۍوالې جګړې د مخنیوي په اړه د ټرمپ څرګندونې اورو. موږ بې له شکه د هغه د نظر تود هرکلی کوو او د امریکا منتخب ولسمشر ته مبارکي وایو."

دا یو بې ساری عمل دی چې د امریکا ولسمشر ته د روسیې ولسمشر د لوړې له مراسمو وړاندې مبارکي ورکوي.

پوتین په خپله وینا کې ویلي: "موږ د ټرمپ او د هغه د ټیم له خوا د روسیې سره د مستقیمو اړیکو د بیا رغولو په اړه د هغوی مثبتې څرګندونې اورېدلي دي."