ټرمپ د جان بولټن په وړاندې محافظتي اقدامات پای ته ورسول

د امریکا نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپل پخواني ملي امنیت سلاکار جان بولټن پر وړاندې محافظتي تدابیر لغوه کړل.

بولټون د سې شنبه په ورځ له سي اېن اېن سره په مرکه کې تایید کړه، چې د ټرمپ له بیا واکمنېدو څو ساعتونه وروسته هغه د بولټن د ساتنې لپاره د امریکا د پټو خدمتونو اقدامات پای ته ورسول.

بولټن چې د ټرمپ د ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې په سپینه ماڼۍ کې دنده پرېښوده، په وروستیو کلونو کې د اسلامي جمهوریت د ګواښونو له امله د امریکا پټ خدمتونه په دوامداره توګه د هغه د ساتنې لپاره ترسره کول.

بولټن د ټرمپ یو له پخوانیو چارواکو څخه دی، چې د ایران د سپاه پاسداران د پخواني قوماندان قاسم سلیماني د وژلو په عملیاتو کې د رول له امله د ایران د اسلامي جمهوریت د اجنټانو تر ګواښ لاندې دی.