ډونالډ ټرمپ: جګړې به پای ته ورسوو
ډونالډ ټرمپ د امریکا د ولسمشر په توګه د لوړې له مراسمو وروسته په خپله وینا کې امریکایان بې مثاله وګڼل او ویې ویل، چې مخترعان او کاشفان دي او هیچا داسې لاسته راوړنه نه درلوده.
ټرمپ په خپلو خبرو کې وویل، چې ددوی نیکونو خلک له وحشت او دیکتاتوریو وژغورل او بشريت یې ستورو ته ورساوه.
ټرمپ زیاته کړه، « زه تاسې ته ولاړیم او د شاهد په توګه وایم چې هیڅ ناممکن نشته، موږ په امریکا کې ډېر ناممکن ممکن کړي دي. زموږ هېواد د هېوادپالو نسلونو له خوا اباد شوی، لارې یې جوړې کړې، دوو نړیوالو جګړو کې یې فاشیزم او کمونیزم مات کړل».
ټرمپ وویل، چې امریکا یو هېواد او یو ملت دی او د خدای تر حاکمیت لاندې دی.
ټرمپ ادعا وکړه چې دی به په ځپلو هیلو کې داسې بریالی شي چې په تاریخ کې یې ساری نه وي.
ټرمپ وویل، چې جګړې به پای ته ورسوي او جګړې ځپلې نړۍ ته به یوه نوې روحیه را وګرځوي. هغه زیاته کړه، چې هیڅوک به پر امریکا بریالی نه شي او نه به هم مغلوبه شي.
هغه یوځل بیا وویل، چې د امریکا طلايي عصر اوس پیل دی.