ټرمپ یوازې دوه جنسیتونه په رسمیت وپیژني
د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ به پر څوکۍ له کښېناستو سره سم اجرایوي فرمانونه صادر کړي چې د تنوع، مساوات او شمولیت (DEI) پروګرامونه به ختم کړي او اعلان به وکړي چې د امریکا فدرالي حکومت یوازې دوه جنسونه، نارینه او ښځینه، په رسمیت پیژني.
د سپینې ماڼۍ یوه نوي چارواکي رویترز ته وویل، چې د مساوات او شمولیت په اړه به نور اقدامات هم ډېر ژر اعلان شي.
د ټرمپ راتلونکی حکومت پلان لري هغه پروګرامونه وڅیړي او ممکن پای ته ورسوي چې د چارواکو په وینا « تعصبي پروګرامونه» دي.
په دې کې د چاپیریالي عدالت مرستې او د تنوع روزنیز نوښتونه شامل دي.
د دې اقداماتو د بشپړو جزئیاتو او د هغوی د اعلان د وخت په اړه لا هم څه نه دي ویل شوي.
دا اقدام به ښایي د مدني او بشري حقونو د مدافعانو سخت غبرګونونه راوپاروي. هغوی ویلي چې د ټرمپ دا ډول ګامونه به هغه هڅې زیانمنې کړي چې د مساوي تګلارو د خونديتابه لپاره تر اوسه شوې دي.
د اجرایوي فرمانونو یوه برخه کې به فدرالي بودیجه د جندر ایډیالوژۍ د ودې لپاره ونه کارول شي.
دا هغه اصطلاح ده چې محافظه کاران او ځینې ډلې یې د غیر دودیزو جنسي او جنسیتي نظرونو پر ضد کاروي.