محسن نقوي: د ټرمپ په دوره کې به د پاکستان او امریکا د اړیکو نوی فصل پیل شي
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ویلي، د ټرمپ په ولسمشرۍ کې به د پاکستان او امریکا د اړیکو نوی څپرکی پیل شي. نقوي امریکا ته د خپل سفر په جریان کې په یوه ځانګړې مېلمستیا کې په ګډون له د امریکایي سناتورانو، د کانګرس غړو او نورو مهمو شخصیتونو سره ولیدل.
د پاکستان جیو نیوز د خبر له مخې ښاغلي نقوي د امریکا خلکو ته خپلې نیکې هیلې څرګندې کړې او ویې ویل چې د امریکا خلک له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره مینه لري.
محسن نقوي وايي زه شاهد یم چې د امریکا خلکو د ټرمپ ولسمشرۍ په ښه توګه ولمانځله.
ډونالډ ټرمپ پرون د امریکا د ۴۷م ولسمشر په توګه لوړه وکړه.