جسټن ټروډو: له ډونالډ ټرمپ سره به د کډ کار په ترڅ کې د خلکو لپاره ډېرې دندې پیدا کړو
د کاناډا لومړي وزیر جسټن ټروډو د متحده ایالاتو نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته مبارکي ورکړې او ویلي یې دي، چې د ګډ کار په ترڅ کې به په دواړو هېوادونو کې ډېرې دندې او سوکالۍ رامنځته کړي.
ټروډو په خپل اېکس کې لیکلي: «مبارک شه ولسمشر ټرمپ. کاناډا او امریکا د نړۍ تر ټولو د بریالۍ اقتصادي ملګرتیا لري. موږ د یو ځای کار کولو فرصت لرو، ترڅو زموږ د دواړو هېوادونو لپاره ډیرې دندې او سوکالۍ رامنځته کړو».
څه وخت وړاندې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کاناډا لومړي وزیر جسټن ټروډو ته د کاناډا د والي په نامه نومولی وو او ویلي یې وو، چې که کاناډا د امریکا برخه شي نو په خلکو به یې مالیات راکم شي.
جسټن ټروډو د کاناډا د لومړي وزیر په توګه له نږدې یوې لسیزې وروسته د کاناډا د واکمن ګوند له مشرۍ استعفاء کړې ده.
ټروډو رسنیو ته ویلي، تر هغه به د لومړي وزیر په توګه دنده پر مخ وړي، چې د لېبرال ګوند نوی مشر نه وي ټاکل شوی.