ډونالډ ټرمپ: امریکا ته به ټول غیر قانوني راتګ بند شي

ډونالډ ټرمپ د امریکا د ولسمشر په توګه د لوړې له مراسمو وروسته په خپله وینا کې وویل، چې ده د میلیوني رایو په اختلاف یې د ټولو خلکو رایې ګټلې دي.

هغه وویل، چې نن د مارټین لوکینګ ورځ ده او دده مراسم هم تصادفا ورسره برابر شوي دي.

ټرمپ له تورپوستو او هسپانیايي توکمو امریکایانو مننه وکړه، چې پر ده یې باور کړی.

ټرمپ وویل، چې امریکا ته یووالی بېرت راګرځي او دده دولت به په هره برخه کې بریالی وي او اساسي قانون او خدای به نه هېروي.

هغه وویل، چې خدای دوه ځله د امریکا لپاره له مرګه ژغورلی دی.

هغه وویل، چې نن به ځینې تاریخي فرمانونه لاسلیک کړي او په جنوبي پولو کې به بیړنی حالت اعلان کړي.

د نوموړي دغه څرګندونې د حاضرینو له خوا په چکچکو بدرګه شوې.

هغه وویل، چې ټول غیر قانوني تګ او راتګ به بند شي او ټول غیر قانوني کډوال به وشړل شي.

ټرمپ په خپلو خبرو کې وویل، چې سرتیري به جنوبي پولو ته ولیږي او مکسیکويي جنايي ډلې به د بهرنیو ترهګرو په توګه نوملړکې راولي.

ټرمپ وویل چې امریکا ته به د بیان ازدي بیرته را وګرځوي او ټول بندیزونه به لرې کړي.

هغه وویل، چې له دولتي ځواکونو به د اوزاري استفادې اجازه نوره ور نه کړي.