زیار خان یاد
د افغانستان انټرنشنل - پښتو خبریال

د افغانستان انټرنشنل - پښتو خبریال
د امریکا افغان متحدین چې د ټرمپ د کډوالۍ اړوند (د جنورۍ ۲۰مې نېتې) له فرمان څخه اغېزمن شوي؛ اوس شېبې شماري څو د درې میاشتني ضرب الاجل په بشپړېدو سره ټرمپ ته د ارزوونکې ډلې لهخوا راپور وړاندې او دغه خنډول شوی بهیر بیا پیل شي.
په تېرو شپږو میاشتو کې د طالبانو لهخوا د امر بالمعروف او نهي عن المنکر د قانون رسمي پلي کېدو سره، د افغانستان خلک له پراخو محدودیتونو، بندیزونو او ژورو ټولنیزو بدلونونو سره مخ شوي دي.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي ویلي، وزارت یې چمتو دی څو له بېرته راستنېدونکو کډوالو سره د کاروبارونو، مسلکي روزنې او بازارونو ته د لاسرسي په برخه کې همکاري وکړي.
د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي کبیر د ایران بهرنیو چارو وزارت د سلاکار محمد رضا بهرامي په مشرۍ له یوه پلاوي سره په ناسته کې غوښتنه وکړه، چې ګاونډي هېوادونه باید افغان کډوالو ته وخت ورکړي، څو په خپله خوښه بېرته هېواد ته ستانه شي.
د ښځو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې تازه اندېښنه ښوولې، چې د پرلپسې درېیم کال لپاره هم د طالبانو له لوري د افغان نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې تړلې دي. یاد سازمان دا چاره لویه بې عدالتي ګڼلې ده.
د پخواني جمهوري نظام د کورنیو چارو وزارت د یوه افسر حسن جبارخېل خپلوانو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې ناپېژانده وسلهوالو نوموړی د کابل په شکر درې ولسوالۍ کې په ډزو وژلی دی.
انس حقاني الجزیرې شبکې ته منلې، چې امریکا د حقاني شبکې مشر او د طالبانو د کورنیو چارو پر وزیر سراج الدین حقاني ټاکل شوې نغدي جایزه لغوه کړې ده. هغه د متحده ایالاتو دغه ګام «لویه سیاسي لاسته راوړنه» بللې ده.
د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو نړۍوال صندوق اندېښنه ښودلې، چې په سږني تعلیمي کال کې د طالبانو د بندیزونو له کبله په ټول افغانستان کې شاوخوا ۴۰۰ زره افغانې نجونې ښوونځي ته له تګ محرومې شوې دي.
د مقاومت جبهې مشر احمد مسعود د نوي کال په لومړۍ ورځ پر اېکس پاڼه د «نوروز» د مبارکۍ تر څنګ ویلي، چې د شاهنامې د اولادونو په توګه به د هېواد د ازادۍ لپاره پر خپل کړي هوډ درېږي او دغه تاریخي ورځ به په افغانستان کې بیا را ژوندۍ کوي.
د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د طالبانو له پوهنې وزارت څخه غوښتي، چې باید داسې تعلیمي نصاب جوړ کړي، څو د اوسنیو شرایطو په نظر کې نیولو سره عصري غوښتنو ته ځواب ویونکی وي.
نن یې د جلاوطنۍ درې کاله او څلور میاشتې پوره شوې؛ خو لا یې هم کابل سترګو ته نېغ ولاړ دی او د پلار وروستی دیدن یې په زړه ارمان پاتې شوی. هغې نه یوازې د طالبانو واکمنۍ کې خپله دنده له لاسه ورکړه؛ بلکې پلار یې هم د یوې ناروغۍ له امله ومړ.
د طالبانو د دفاع وزارت ویلي، چې د البدر او الفتح قول اردوګانو څخه یې تازه اتلس سوه ځواکونه د پوځي روزنې او زدهکړو له دوه میاشتنۍ دورې فارغ کړي دي.
د طالبانو د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت خبر ورکړی، چې د تېرو درې نیمو کلونو په لړ کې یې نږدې ۱۸مېلونه سېم کارتونه ثبت کړي دي. دغه وزارت وایي، دا کار یې د خلکو د رواني امنیت لپاره کړی دی؛ خو لا هم اته مېلیونه سېم کارتونه له ثبت پاتې دي.
د جمهوري نظام پر مهال د ولسمشرۍ ماڼۍ پخواني ویاند او سلاکار وحید عمر د «پخلنځي خبرې» په نوم یوټیوب خپرونه پیلوي، چې پکې د افغانستان د روانو حالاتو او تېرو تجربو په تړاو خبرې اترې کوي.
په داسې حال کې چې ملاهبت الله او د هغه ملګري عصري زدهکړو ته چندان ارزښت نه ورکوي؛ د دغه ډلې د ازموینو ملي ادراې مشر په ټینګار سره ویلي، په نړۍ کې پرمختللو هېوادونو د عصري علومو او کار اهل کار ته د سپارلو پر مټ نور هېوادونه تر خپل اغېز لاندې راوستي.
د طالبانو د پوهنې وزارت د «کب ۲۰مه» خبر ورکړی، چې د کابل په ګدون یې د هېواد بېلابېلو ولایتونو کې د ښوونځیو لپاره نږدې «۸۱۶۵ تنه ښوونکي او اداري کارکوونکي» په دندو ګومارلي دي. دغه نوي ګومارل شوي کسان ټول نارینه دي او یوه ښځینه ښوونکې یا اداري کارکوونکې هم پکې نشته.
په پاکستان کې هغه افغان کډوال چې په خپل هېواد کې یې له امریکایي ځواکونو او د یاد هېواد له بېلابېلو ادارو سره دندې کړې وې اندېښنه لري، چې ښايي ډونالډ ترمپ پر افغانانو د سفر بندیزونه ولګوي.
د کابل المپیک ریاست دننه یوه ډله نجونې راټولې شوي، دوی د تکواندو فدراسیون کې په پاکستان کې د خپلو راتلونکو لوبو په تړاو خبرې کوي؛ خو کابل کې سیاسي او امنیتي وضعیت مخ په ترینګلتیا دی.
استاد محصلینو ته پارچې وېشلې، هر یو په خپلو خولو کې ډوب دی او د پوښتنو د حل لپاره د ټولګي څو نجونې هم د ځواب په موخه قلم پر پاڼو ګرځوي. دا د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي درېیم سمسټر د ازموینې شېبه ده؛ خو د دغه ټولګي نجونې زدهکړیالې نه پوهېږي، چې دا یې د پوهنتون وروستۍ ورځ ده.