له خیاطۍ تر جلاوطنۍ؛ هغه نجلۍ چې د طالبانو له کبله یې پوهنتون نیمګړی پاتې شو

زیار خان یاد
زیار خان یاد

د افغانستان انټرنشنل - پښتو خبریال

استاد محصلینو ته پارچې وېشلې، هر یو په خپلو خولو کې ډوب دی او د پوښتنو د حل لپاره د ټولګي څو نجونې هم د ځواب په موخه قلم پر پاڼو ګرځوي. دا د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي درېیم سمسټر د ازموینې شېبه ده؛ خو د دغه ټولګي نجونې زده‌کړیالې نه پوهېږي، چې دا یې د پوهنتون وروستۍ ورځ ده.

سنیلا رحماني ورځ د خپلې خیاطۍ دوکان ته هم نه ده تللې او د دغه ازموینې لپاره د چمتووالي لپاره یې درسونه ویل.

د ۲۰۲۱ کال د (اګسټ ۱۵مه) نېټه ده. طالبان د کابل دروازې ته رسېدلي؛ خو په کابل کې اوازه ده چې ګوندې د ښار ځینې برخې یې نیولې دي.

په دې ورځ هم د کابل نجونې ښوونځیو او‌ پوهنتونونو ته تللې وې او لکه د نورو ورځو د ښار په واټونو کې د ځانمرګو بریدونو او چاودنو سره، سره هم سهار ښځې خپلو دندو ته روانې او نجونې زده‌کړو ته.

استاد غږ وکړ، چې د ازموینې لپاره ټاکل شوي وخت ته اېله لس دقیقې پاتې دي؛ سنیلا پوښتنې ځواب کړې او خپله پارچه یې سپارلې ده.

د پوهنتون په انګړ کې له نورو ټولیګوالو سره خبرې کوي، چې دا وخت یې ټلېفون وشړنګېد.له هغې خوا په ترهېدلي غږ ورته ویل کېږي، چې ژر تر ژره باید کور ته ځان ورسوي او طالبان کابل ته ننوتي دي.

لا تر مخه هم د پوهنتون په چاپېریال کې اوازې خپرې وې، چې طالبانو دا او هغه ځایونه ونیول؛خو تر څو چې غرمه کېده پوهنتون څخه هر یو پښې سپکولې.

لا پوره مازیګر شوی نه و، چې رسنیو اعلان وکړ د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني هېواد پرېښود او له همدې اعلان سره د هغه نظام ستنې ړنګې شوې، چې سنیلا او ملګرو یې پکې له ښوونځي تر پوهنتونه زده کړې رارسولې وې.

طالبان واکمن شول، کابل یې ونیو او د یوې جنګي ډلې ویاند د رسنیو پر مخ راڅرګند شو او ډاډ یې ورکړ، چې دوی له ښځو سره د خپلې پخوانۍ واکمنۍ په څېر له سختدریځۍ کار نه اخلي.

ان دا یې هم وویل، چې د نجونو زده‌کړو او کار ته ژمن دي؛ خو دغه څرګندونې یوازې خبرې پاتې شوې.

لا څو میاشتې نه وې تېرې چې طالبانو د امر ثاني له شپږم ټولګي پورته د ښوونځیو دروازې بندې کړې او د سنیلا رحماني په څېر د زرګونو نجونو پر مخ د پوهنځیو دروازې هم د ملاهبت الله د امر ثاني په نامه وځنډولې.

سنیلا افغانستان انټرنشنل ته وایي، د طالبانو دغو پرېکړو خورا ناهیلې کړه، ان د ده ټولګیوالې او ملګرې په رواني ناروغیو اخته شوې.

هغې له ماشومتوبه خیاطي زده کړې وه او د کابل دارلامان ماڼۍ ته نږدې یې د ښځو جامې هم ګڼدلې.

هغې یو دوکان لاره او یوشمېر نورې ښځینه هم ورسره په کار بوختې وې؛ خو څو ورځې د طالبانو د راتګ له کبله یې دوکان بند و.

د طالبانو د واکمنۍ څخه نږدې لس ورځې وروسته یې خپل دوکان پرانېست، د یو شمېر ښځینه‌و جامې هم ورته پرتې وې او هغوی یې د ګنډلو غوښتونکې وې؛ خو د طالبانو راتګ له سنیلا او د هغې له کارګرو دا کار پاتې کړی و.

د طالبانو د واکمنۍ یوه نیمه میاشت پوره شوه، دا د ۲۰۲۱ کال د سپټمبر میاشتې ۲۹مه نېټه ده. سنیلا رحماني په دوکان کې کار کاوه، چې د امر بالمعروف محتسبان یې دوکان ته ورغلل.

هغې جامو کېدونکې بخۍ ودرولې، متحسب چې توره پاج لرونکې لونګۍ یې پر سر وه او سپینې جامې یې اغوستې وې سنیلا او د هغې ملګرو ته یې وویل،‌چې له دوکان څخه ووځي.

محتسبانو د دې خیاطۍ کارګرو ته وویل، چې تاسې نور نشئ کولای کار وکړئ او دا زموږ د مشر امر دی.

له دغو محستبانو سره د ښاروالۍ کارکوونکي هم وو او د ښځینه‌و دغه خیاطي یې ځای پر ځای مهرلاک کړه.

سنیلا رحماني اته کسیزې کورنۍ یوازینۍ ډوډۍ ګټونکې وه؛ خو طالبانو یې د روزګار دا هیلې هم ور ختمې کړې.

د سنیلا په ګډون هغه څلور خویندې او دوه وروڼه لري. د هغې یوې خور هم پوهنتونې زده کړې کولې او دوه نورو یې له شپږم ټولګي پورته ښوونځی لوست، چې د طالبانو بندیزونو د هغې پر ټولې کورنۍ سختې او بدې اغېزې وکړې.

هغه د مېلیونونه نورو افغان نجونو او ښځو په څېر د کار کولو له حق څخه هم بې برخې شوه. له دې سره هم‌مهاله هغه ښځینه چې خپل لباسونه یې پر ښځینه خیاطانو ګنډل هم له سختو ستونزو سره مخ شوې.

سنیلا بېلابېل ډوله جامې ګڼدلې او په پټه یې کور کې خپل کار ته دوام ورکړ؛ خو دغو بندیزونو یې د نورو په څېر په رواني او اقتصادي حالت بدې اغېزې وکړې.

د هغې کورنۍ پرېکړه وکړه، چې نور یې افغانستان کې ژوند له کړاوونو ډک شوی او باید هېواد پرېږدي.

سنیلا د خپلې کورنۍ سره یو ځای د «۱۴۰۳ کال کب» میاشت کې پاکستان ته کډواله شوه او په اسلام اباد کې یې د کډوالۍ ژوند پیل کړ.

که څه هم هغه اوس‌مهال په اسلام اباد کې خپل کار ته دوام ورکړی؛ خو د پوهنتون زده کړې ترې پاتې دي.

دا افغانه نجلۍ اوس له پاکستانیانو سره د ښځو جامې ګنډي او د خیاطۍ یوه دوکان کې یې ځان ته کار موندلی او وخت ناوخت هلته د افغان ښځو او نجونو په غونډو کې هم فعالیتونه کوي. هغه د ښځو د حقونو له یوې شبکې سره یو ځای شوې او په اسلام اباد کې د افغان نجونو د زده‌کړو تر څنګ د ښځو د کار د ملاتړ په تړاو هم غږ پورته کوي.

په دغو ناستو کې دوی د طالبانو پر ضد څرګندونې کوي او د ښځو ضد دریځونه یې غندي.

هم‌مهاله هغه او په دې هېواد کې نږدې مېشت څلور مېلیونه افغان کډوال د پاکستاني پولیسو له لوري ځورول کېږي او خپل هېواد ته د استول کېدو له ګواښ سره مخ ده.

د هغې کورنۍ ځان د ملګرو ملتونو د کډوالۍ سازمان سره د پناه غوښتنې لپاره هم ثبت کړی؛ خو لا یې قضیه ناڅرګنده ده.

سره له دې چې هغوی د ملګرو ملتونو د کډوالۍ اړوند اسنادونه هم لري؛ خو د پاکستان هېواد تازه خبرداری ورکړی، چې افغان کډوال به بېرته خپل هېواد ته ولېږي.

سنیلا د افغانستان انټرنشنل د دې پوښتنې په ځواب کې چې که پاکستاني پولیس دوی کابل ته په زوره ولېږي؛ نو څه سره به مخ شې؟ هغې اوږده ساه واخیسته او وې ویل:« له هغه بدمرغه برخلیک سره چې مېلیونونه نجونې ورسره مخ دي او هیلې وژل شوې دي».