له ښځینه ښوونکو پرته؛ طالبانو ۸زره نارینه ښوونکي او د پوهنې اداري کارکوونکي ګومارلي
د طالبانو د پوهنې وزارت د «کب ۲۰مه» خبر ورکړی، چې د کابل په ګدون یې د هېواد بېلابېلو ولایتونو کې د ښوونځیو لپاره نږدې «۸۱۶۵ تنه ښوونکي او اداري کارکوونکي» په دندو ګومارلي دي. دغه نوي ګومارل شوي کسان ټول نارینه دي او یوه ښځینه ښوونکې یا اداري کارکوونکې هم پکې نشته.
د طالبانو د پوهنې وزارت د تضمین کېفیت مرستیال مولوي عبدالخالق صادق په همدې موخه جوړې شوې غونډې ته ویلي، چې یاد شمېر ښوونکي او اداري کارکوونکي د یوې ازادې سیالۍ له لارې په دندو ګومارل شوي دي.
د هغه په وینا؛ دغه کسان د ازموینې ملي کمېتې له لوري د یوې رڼې پروسې له لارې بریالي شوي او ډېر ژر به په ښوونځیو کې خپلې دندې پیل کړي.
د نوموړي په خبره، د دغو نویو ښوونکو ظرفیتونو ته یې لازمه پاملرنه کړې او په دې پروسه کې یې هېڅ ډول واسطې نه دي منلي چې په عملي توګه به په ښوونځیو کې د تدریس پر مهال دغه ښوونکي خپلې وړتیاوې ثابتې کړي.
ګومارل شوي کسان ټول نارینه دي او هېڅ ښځینه پکې نشته.
طالبانو په ښوونځیو کې د نجونو پر زدهکړو بندیزونه لګولي، چې له کبله یې ښځینه ښوونکې او د پوهنیزو ادارو کارکوونکې په کور ناستې دي.
طالبانو دغه نوي ښوونکي او اداري کارکوونکي په خالي بستونو په دندو ګومارلي دي.
اندېښنې دا دي، چې طالبانو په ښوونځیو او د پوهنې په ادارو کې د جمهوري نظام یو شمېر ښوونکي او اداري کارکوونکي په لوی لاس له دندو ګوښه کړي دي.
د راپورونو له مخې، په بېلابېلو ولایتونو کې د ښوونځیو پخواني ښوونکي له دې کبله چې ګوندي زدهکړو روښان فکره دي اړ کړي؛ څو دندې پرېږدي او یا یې له دندو لرې کړي دي.
طالبانو همدا راز په ښوونځیو کې خپل سختدریځې ملایان په دندو ګومارلي او ځینو طالب پلوه ملایان یې د ښوونکو په توګه هم ګومارلي دي.
په دغو تازه ګومارنو کې هم اندېښنې شته، چې طالبانو د خپلو سختدریځو افکارو لرونکي کسان ګومارلي؛ څو په ښوونځیو کې زدهکوونکو ته د دغه ډلې د افراطي افکارو په تړاو عامه پوهاوی او روزنه ورکړي.
د طالبانو د پوهنې وزارت مرستیال مولوي عبدالخالق صادق په ټینګار سره وویل، چې دغه ښوونکي به د زدهکوونکو د اسلامي روحیې په بڼه روزلو کې مسوولیتونه ترسره کوي.
تر دې دمخه هم دا اندېښنې وې، چې طالبان غواړي په ښوونځیو کې د خپل فکر جال خپور کړي او په بشپړه توګه د زدهکوونکو لپاره د مدرسې د شاګردانو په څېر چاپېریال رامنځته کړي؛ څو راتلونکي نسلونه د دوی د واکمنۍ د دوام لپاره پېچکاري شوي وي.
کارپوهان وېره لري که د افغانستان په ښوونځیو کې د افراطبیت دغه حالت نور هم پراخ شي؛ نو د افغانستان راتلونکی نسل له لوی ناورین سره مخ کېدونکی دی او د طالباني افکارو په څېر مذهبي افراطیت به لا ډېر شي.