جلاوطنه خبریاله: د کرونا وبا او د طالبانو راتګ راته داسې و لکه «مرګ»
نن یې د جلاوطنۍ درې کاله او څلور میاشتې پوره شوې؛ خو لا یې هم کابل سترګو ته نېغ ولاړ دی او د پلار وروستی دیدن یې په زړه ارمان پاتې شوی. هغې نه یوازې د طالبانو واکمنۍ کې خپله دنده له لاسه ورکړه؛ بلکې پلار یې هم د یوې ناروغۍ له امله ومړ.
۳۱کلنه صابره نېکزاده چې د ماسټرۍ تر کچې یې زدهکړې کړې دي؛ اتلس کاله وړاندې د بامیانو د پنجاب ولسوالۍ په یوه کلي کې زېږېدلې ده.
هغه پرته له کومو کورنیو محدودیتونو او ستونزو ښوونځي ته روانه شوه او ۱۳۹۰ کال کې له دولسم ټولګي فارغ شوه.
په ۲۰۱۹ کې یې د بامیکا په نوم یې بامیانو له یوه خصوصي پوهنتون څخه په جزایي حقونو کې لېسانس بشپړ کړ او په نړۍوالو حقونو کې یې د کابل له یوه خصوصي پوهنتون څخه ماسټري کړې.
له خبریالۍ سره یې ځانګړې لېوالتیا لرله؛ پلار یې هم په دغه برخه کې د هغې ملاتړ کاوه او بالاخره یې په ۲۰۱۷ کال کې د نسیم په نوم له یوې سیمهییزې راډیو سره د خپرونو د چلوونکې په توګه کار پیل کړ؛ خو ټولنیز خنډونه لا هم د صابرې د پرمختګ پر وړاندې پراته وو.
د هغې په کلي کې کورنیو نجونو ته اجازه نه ورکوله، چې له دولسم ټولګي پورته زدهکړې وکړي؛ خو صابرې له دې ټولو ټولنیزو ستونزو سره د خپلې کورنۍ او پلار په ملاتړ مبارزه وکړه. مذهبي او کلتوري بندیزونه یې بې باکه وګڼل او له راډیو یې خپل غږ راپورته کړ.
نوموړې د «ښځې او سولې» تر نامه لاندې راډیوي خپرونه چلوله، چې د پخواني جمهوري نظام او طالبانو ترمنځ پکې د سولې خبرو اترو په تړاو بحثونه کېدل.
صابرې نېکزاد څه موده وروسته د بيبيسي له فارسي څانګې سره په بامیان ولایت کې د فري لانس یا ازادې خبریالې په توګه کار پیل کړ.
خپل راتلونکي ته یې ډېرې هیلې لرلې، د خبریالانو ملاتړ ته یې هم ودانګل او په بامیان ولایت کې یې د افغانستان د خبریالانو د مصوونیت کمېتې مسوولیت هم پر غاړه شو.
له دې لارې به یې خبریالانو ته د ورپېښو ستونزو او مسلو د حل په تړاو هلې ځلې کولې؛ خو ناڅاپه دا هر څه لمنځه ولاړل.
د ۲۰۲۱ کال (د اګسټ ۱۵مه نېټه) ده، په کور کې خپل موبایل کې بوخته وه؛ خواله رسنیو ته یې سر ورښکاره کړ او ناڅاپه یې ولیدل، چې بامیان هم د طالبانو لاس ته لوېدلی. وارخطا شوه او دا بدلون ورته د یوې ډرامې په توګه ښکارېدو.
صابرې وویل:« بامیان بېخي خالي شو، مرکز کې هېڅوک نه وو. د ګوتو په شمېر خلک په بازار کې لیدل کېدل او په هماغه ورځ مې کابل ته حرکت وکړ».
هغې زیاته کړه: « پلار سره مې چې په کلي کې اوسېده اړیکه وکړه، چې کلي ته نشم درتلای او باید کابل ته لاړه شم».
صابره وایي، هېڅکله یې اسلامي حجاب نه کاوه؛ خو د طالبانو له وېرې مجبوره شوه چې خپل ټول بدن په اسلام حجاب وپوښي او د جمهوري نظام د پرځېدو په لومړۍ ورځ کابل ته سختې وېرې او ګڼو اندېښنو سره وخوځېږي. کابل ته تر تګ دمخه یې ژر ژر خپل اسنادونه راټول کړل، هر یو یې بېل بېل کړل او ځیني یې ترې وسوځول. په دغو اسنادو کې د هغې د خبریالۍ اړوند اسنادونه هم شامل وو چې راتلونکی یې ورپورې تړلی و. روانه شوه او په لاره کې یې زړه کې ګرځېدل، چې طالبان به چېک پواینټونه ولري، ښايي ونیول شي؛ خو بالاخره د میدان وردګ له لارې کابل ته ننوته.
کرونا او طالبان لکه مرګ
د هغې په خبره: « په کابل کې د نجونو یوې لیلیې ته لاړم، په مستعار نوم مې ځان ورسره ثبت کړ او نږدې یوه نیمه میاشت هلته پاتې شوم».
په کابل کې هم د خپل فکر خلاف په کلک حجاب کې پټه ګرځېده.
په لارو کې یې طالبان هم لیدل او دا ورته خورا سخته وه، چې څېرو ته یې وګوري.
د صابرې په وینا:« اصلا طالبان ما ته انسانان نه ښکارېدل، ما فکر کاوه کوم بلایي مخلوق دی».
دغه افغان خبریاله زیاتوي، چې په ژوند کې یې دوه ځله د مرګ احساس کړی، لومړی د کرونا وبا د راتګ پر مهال او دویم ځل د طالبانو د بیا واکمنېدو پر وخت.
نوموړې وایي:« اول ځل د کرونا په وخت کې او بیا چې طالبان راغلل مرګ راته سترګو ته ودرېد او له ژوند مې هیلې پرې شوې».
صابره د ۲۰۲۱ کال په د سېپټمبر په ۲۱مه په یوازې ځان د هېواد پرېښودو ته اړه شوه او نور یې په افغانستان کې د خپل ژوند راتلونکی بایللی ولید.
نوموړې د پاکستان پلازمنې اسلام اباد ته لاړه او هلته یې د جلا وطنۍ ژوند له خپل دوه ورونو، درې خوېندو، مور او پلار څخه لرې پیل کړ.
هغې افغانستان انټرنشنل ته وویل: « وطن پسې مې سخت وژړل، اوس هم ژاړم او خپلې تروړل شوې هیلې هم ذهن ته راځي».
هغه د جلا وطنۍ په ژوند کې له سختو کړاوونو سره مخ شوه، یو ورور یې چې د پخواني جمهوري نظام کې یې دنده لرله هم اړ شو؛ څو ایران ته کډوال شي او هېواد پرېږدي.
صابرې پاکستان کې د ګټې وټې لپاره هېڅ نه لرل او بې دندې هم وه، چې ناڅاپه یې لس میاشتې وړاندې د خپل پلار د ناروغۍ واورېدل.
پلار یې مغزي سکته کړې وه، بامیان کې یې درملنه ناشونې وه او کورنۍ یې اړه شوې وه چې کابل ته یې یوسي؛ خو د اقتصادي ستونزو او روغتیایي امکاناتو د نشتوالي له کبله یې درملنه ونشوه. د صابرې په خبره:« سخته شېبه وه، چې د پلار د مرګ مې واورېدل، حتی زه یې وروستي دیدن او جنازې ته هم نشوم تلای. ما هېڅوک نه لرل چې راسره مرسته وکړي».
په افغانستان کې د طالبانو له لوري پر ښځو د کار بندیز او پر رسنیو د سختو محدودیتونو له کبله د صابرې ځینې ملګرې هم له دغو ناخوالو خوندي پاتې نه دي.
د هغې دوه تنه رسنیز همکاران اوس هم د طالبانو په زندان کې دي او پر نورو همکارانو یې طالبانو سخت محدودیتونه لګولي دي.
ځینې ملګرې یې لوېدیځو هېوادونو ته تللې دي او ځینې یې د هغې په څېر په ګاونډیو هېوادونو کې له نامعلوم برخلیک سره مخ دي.
اسلام اباد او د ژوند ناخوالې
صابرې تازه په اسلام اباد کې یوه دنده هم ترلاسه کړې؛ خو د قانوني استوګنې ویزه یې تازه پای ته رسېدلې او پاکستان پر افغان کډوالو د ویزو د تمدید موده هم راکمه کړې ده.
هغه څو، څو ځله له پولیسو سره مخ شوې؛ خو د قانوني ویزې په ښودلو یې ورته څه نه دي ویلي. اوس له وېرې سره مخ ده، له یو لوري یې د ویزې موده ختمه شوې او له بل لوري د پاکستان حکومت د خپلې نوې تګلارې له مخې افغانانو ته په اسانۍ ویزې نه تمدیدوي.
صابره نکېزاد وايي:« مخکې به ویزه د شپږو میاشتو لپاره تمدید کېده او اوس د یوې میاشتې لپاره. دا بېخي سخته ده او زه یې توان نه لرم، چې هره میاشت د ویزې تمدید باندې پیسې ورکړم».
صابره په دې حالت کې یوازې نه ده؛ بلکې په دغه هېواد کې لسګونه زره تازه هغه کډوال چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته یاد هېواد ته تللي له دغه ستونزې سره مخ دي.
د خبریالانو د نړۍوال فدراسیون د معلوماتو له مخې، په پاکستان کې نږدې دوه سوه افغان خبریالان دا مهال د طالبانو له وېرې د جلاوطنۍ ژوند غوره کړی او هره شېبه د اېستل کېدو له ګواښ سره مخ دي.
د خبریالانو ملاتړو نړۍوالو سازمانونو له اسلام اباده غوښتي، چې له افغان خبریالانو سره دې له نرمۍ کار واخلي او د دوی له ایستلو دې ډډه وکړي.
خبریالان د طالبانو تر سیورې لاندې
د جمهوري نظام له پرځېدو سره سم طالبانو په هېواد کې کرار، کرار په رسنیو سخت محدودیتونه او بندیزونه ولګول.
د خبریالانو خبرونه یې سانسور کړل، ځیني یې زنداني کړل او ځیني یې سخت وډبول. پر رسنیو د طالبانو د بندیزونو د دوام له کبله لسګونه یې وتړل شوې او ځینو یې د طالبانو تر سیوري او سپارښتنو لاندې خپرونو ته دوام ورکړ.
طالبانو یو شمېر خبریالان په زندانونو کې تر سختو شکنجو لاندې ونیول او د دغو بندیزونو له کبله ان خبریالان د رواني ستونزو سره مخ شول. د دغو بندیزونو له کبله مسلکي خبریالان اړ شول څو خپل سرونه خوندي کړي او هېواد پرېږدي.
سلګونه مسلکي خبریالان پاکستان، ایران، امریکا، اروپا او ځینو نورو لوېدیځو هېوادونو ته لاړل. له همدې کبله په کور دننه رسنۍ له مسلکي او تخنیکي پلوه ګڼو ستونزو سره مخ شوې.
د افغانستان د خبریالانو مرکز تازه ویلي، چې په ۱۴۰۳ کال کې طالبانو د نورو کلونو په پرتله د رسنیو او خبریالانو حقونو پر وړاندې خپلې سرغړونې ۲۴سلنه زیاتې کړې دي.
یاد مرکز وایي، روان کال کې د طالبانو د سرغړونو ۱۷۲ پېښې یې ثبت کړې دي. په دغو پېښو کې د ۲۲ رسنیو تړل کېدل او ۵۰ خبریالانو نیول هم شامل دي.
د معلوماتو له مخې، د دغو نیول شویو خبریالانو له ډلې لس تنه یې لا هم د طالبانو په زندانونو کې دي.
د طالبانو د بندیزونو له مخې، رسنۍ باید خپلې ټولې سیاسي خپرونې او خبرونه د دوی تر څار وروسته خپاره کړي.
طالبانو هرې رسنۍ ته خپل څارونکي کسان ګومارلي، چې د خپرونو کې د سانسور صلاحیتونه لري.
ګاونډي هېوادونه؛ د خبریالانو ناڅرګند برخلیک
په پاکستان او ایران کې افغان خبریالان له سختو اقتصادي ستونزو او بې روزګارۍ څخه کړېږي. همدا راز په دغو هېوادونو کې د کاري حق نشتوالی د دوی پر وړاندې له لویو خنډونو څخه ګڼل کېږي. د خبریالانو اولادونه له زدهکړو بې برخې دي او ملاتړو سازمانونه یې هم ستونزو ته پاملرنه نه کوي.
نیوکې دا دي، چې د خبریالانو ملاتړي سازمانونه په ګاونډیو هېوادونو کې د مېشتو افغان خبریالانو د ملاتړ په نوم یوازې شعارونه ورکوي او له دوی څخه پروژوي ګټې ترلاسه کوي.
همدا راز لوېدیځو هېوادونو ته د یو شمېر افغان خبریالانو قضیې هم ځنډېدلي دي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري د کډوالۍ پروګرام بندیز له کبله یو شمېر افغان خبریالان چې د امریکا په ملاتړ یې له جوړو شویو رسنیو سره دندې کړې وې هم له دغه پرېکړې اغېزمن شوي دي.
صابره نېکزاد هم له تېرو درې نیمو کلونو راهیسې په اسلام اباد کې د ملګرو ملتونو تر څنګ د یو شمېر هېوادونو د کډوالۍ له پروګرام سره ثبت ده؛ خو لا یې هم برخلیک نامعلومه ده.
هغې وویل:« یو نامعلوم حالت دی، د پناه غوښتنلیکونه مو ورکړي؛ خو نه پوهېږو چې ولې پکې دومره ځنډ راغلی. له یوې خوا په پاکستان کې اقتصادي ستونزې او له بلې خوا نامعلوم برخلیک ځورونکی دی».
صابرې نیکزاد زیاته کړه: « اسلام اباد کې د فېټنس ورزش ته په ازاده توګه ځم، د طالبانو او وطن غوندې بندیزونو سره نه یم مخ؛ خو بیا هم جلاوطني سخته ده».