د تکواندو کارې نجلۍ مړاوې هیلې؛ طالبانو ترې د ورزش حق اخیستی او کډوالۍ یې رواني حالت ځپلی

زیار خان یاد
زیار خان یاد

د افغانستان انټرنشنل - پښتو خبریال

د کابل المپیک ریاست دننه یوه ډله نجونې راټولې شوي، دوی د تکواندو فدراسیون کې په پاکستان کې د خپلو راتلونکو لوبو په تړاو خبرې کوي؛ خو کابل کې سیاسي او امنیتي وضعیت مخ په ترینګلتیا دی.

ښار کې د جمهوري نظام د امنیتي موټرو ګزمې بېخي ډېرې دي او هر لوري د خلکو په څېرو کې وارخطايي ښکاري؛ خو یوه ډله نجونې لا هم له دغو کشمکشونو لرې د خپلو راتلونکو ورزشي لوبو په تړاو په خبرو بوختې دي.

ختمین الماسي چې تور کمربند لري هم د دغو نجونو په ډله کې یوه ده.

هغه هم غواړي په پاکستان کې خپل وزن کې د تکواندو سیالۍ وکړي او المپیک ورته د تګ لارې چارې برابروي.

یو ځل ناڅاپه غږ کېږي، چې طالبان کابل ته راننوتي او هر څوک باید له المپیک ریاست څخه ووځی او پر خپلو مخو لاړ شي.

ختمین افغانستان انټرنشنل ته وویل: « دا بېخي دروند غږ و، موږ یې وارخطا کړو او ژر له ریاست څخه په وتلو شو او زه هم کور ته روانه شوم».

هغې د ښوونځی له دورې څخه له کوره په پټه په کابل کې د تکواندو یوه کلب کې سیالۍ پیل کړې وې.

هغه وایي، کورنۍ یې تر ډېره ترې نه وه خبره چې ګوندی هغه د تکواندو ورزش کوي.

هغه زیاتوي: « زما کورنۍ نه وه خبره، ان تر ډېره وخته پورې؛ خو کله چې خبر شول. زه یې منع کړم چې باید نور ورزش ونکړم. مګر ما په پټه بیا هم دوام ورکړ».

کرار کرار یې کورنۍ هم راضي شوه چې باید ورزش وکړي. ختمین تر دولسم ټولګي پورې زده‌کړې کړې وې او نور یې غوښتل، چې د تکواندو په برخه کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.

د طالبانو وروستی ځل یې د طالبانو تر راتګ یو ورځ مخکې په المپیک کې تمرین وکړ؛ څو پاکستان کې د خپلې راتلونکې سیالۍ لپاره چمتووالی ونیسي.

هغې تر دې مخکې په هندوستان او ایران هېوادونو کې هم د تکواندو سیالۍ کړې وې؛ خو کوم مډال یې نه و ګټلی. دا ځل یې هیله لرله چې مډال وګټي؛ خو طالبانو دا هیلې وتروړلې.

ختمین الماسي وویل، له هغې وروسته چې طالبان واکمن شول، پاکستان ته یې سفر لغوه شو او د ښځو پر ورزش بندیز هم ولګېد چې له کبله یې نوره کلب ته ولاړه نه شوه.

ختمین نبین له سختو کلتوري محدودیتونو سره په تکواندو کې ځان تر تور کمربنده ورساوه او په کور دننه یې یو شمېر سیالیو کې پراخ حضور هم لاره.

هغه په کابل کې د طالبانو سره هم څو ځله مخامخ شوې ده. هغې افغانستان انټرنشنل ته زیاته کړه، چې د «۲۰۲۲ زېږدیز کال په جون» میاشت کې له خپلو نورو وزرشکارو ملګرو او یوه استاد سره د سیالیو لپاره په مشوره بوخته وه چې طالبانو یې استاد ونیوه او دوی ته یې سپکې سپورې وویلې.

د هغې په خبره: « زه په رسټورانټ کې له ښځینه ملګرو او زموږ له استاد نعمت الله حبیبي سره ناستې وو او د سیالیو لپاره مو لېست جوړاوه، چې طالبان راغلل زموږ استاد یې ونیو او موږ یې هم وګواښلو».

ختمین الماسي به ځای ځای په خپلو خبرو کې غریو نیولې شوه او د افغانستان انټرنشنل د خبریال ځینو هغو پوښتنو ته چې د طالبانو له لوري پر ښځو د بندیزونو په اړه وې اوږده ساه اخیسته او بیا یې ځواب وایه.

هغه په هېواد کې د طالبانو د پرله پسې بندیزونو له کبله اړه شوه، چې خپل هېواد پرېږدي او پاکستان ته کډواله شي.

د تکواندو دغه ښځینه لوبغاړې په پاکستان کې د خپل ژوند له کړاوونو او نامعلوم برخلیک څخه هم یادونه کړې.

ختمین هم د هغو کډوالو له ډلې ده، چې په یاد هېواد کې د استوګنې ویزه پای ته رسېدلې او د پولیسو له وېرې پټ ژوند کوي.

دغه لوبغاړې وویل، چې اوس‌مهال د پاکستانیانو په کورونو کې جامې وینځي او یا هم ورته د کورونو کارونه کوي چې له همدې لارې څخه خپل ورځني لګښتونه پوره کوي.

د هغې دوه خویندې هم له پوهنتونه فارغې شوې او پخوا یې دندې لرلې؛ خو اوس کابل کې په کور دننه له ګڼو اقتصادي ستونزو څخه ځورېږي.

د نوموړې په وینا؛ پلار یې له سختې ناروغۍ سره مخ دی او ان کورنۍ یې د درملنې توان هم نه لري.

د هغې په خبره، د تکواندو ځینې هغه لوبغاړې چې دې ورسره یو ځای ورزش کاوه هېواد یې پرېښی او ځینو لوېدیځو هېوادونو ته کډوالې شوې دي؛ خو دا لا هم په یوه داسې هېواد کې کډواله ده، چې هره ورځ بېرته خپل هېواد ته د ډیپورټ کېدو له ګواښ سره مخ ده.

په پاکستان کې لسګونه زره هغه کډوال د طالبانو له واکمنۍ وروسته دغه هېواد ته کډه شوي، چې د یادې ډلې له لوري یې ژوند له ګواښ سره مخ و چې ډېری هغه یې ښځینه او کوچنیان دي. پاکستان له تېرو درېیو میاشتو راهیسې په اسلام اباد کې کور په کور د ناقانونه افغان کډوالو پسې عملیات پیل کړي او هره ورځ لسګونه کسان نیسي او خپل هېواد ته یې شړي.

د تکواندو د دغه لوبغاړې په ګډون پاکستان په اسلام اباد کې مېشتو کډوالو ته د دغه هېواد حکومت د مارچ میاشتې تر ۲۹مې نېټې وخت ورکړی، چې باید له راولپنډۍ او پلازمېنې څخه ووځي. هغه له خپلې کورنۍ لرې ځانله له یوې پاکستانۍ کورنۍ سره مېشته ده او د یوه نامعلوم برخلیک له کبله هره ورځ کړېږي.