نورالدین عزیزي: له راستنېدونکو کډوالو سره د کوچنیو کاروبارونو په برخه کې همکاري کوو
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي ویلي، وزارت یې چمتو دی څو له بېرته راستنېدونکو کډوالو سره د کاروبارونو، مسلکي روزنې او بازارونو ته د لاسرسي په برخه کې همکاري وکړي.
هغه دغه څرګندونې د شنبې په ورځ د (وري ۱۶مه) د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو له وزیر مولوي عبدالکبیر سره په ګډه ناسته کې کړې دي.
په همدې تړاو د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، نورالدین عزیري ډاډ څرګند کړی چې د کډوالو د اقتصادي ثبات او ټولنیز ادغام په برخه کې به ځانګړې هڅې وکړي.
مولوي کبیر په دغه ناسته کې د بېرته راستنېدونکو کډوالو د اقتصادي وضعیت او د هغوی د کاروبارونو پر ودې ټینګار کړی دی.
هغه زیاته کړې، چې راستنېدونکي افغانان په بېلابېلو برخو کې دوامداره مرستو او همکاریو ته اړتیا لري.
طالبان داسې مهال د افغان کډوالو په تړاو خپلې ناستې ډېرې کړې دي، چې تازه له پاکستانه د سلګونه زره کډوالو د ستنېدو پرېکړه شوې او یوازې تېره ورځ هم دولس سوه کسان د پاکستان د امنیتي ادارو له لوري تر نیول کېدو وروسته افغانستان ته اړول شوي دي.
د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د ای سي سي کارت لرونکو افغان کډوالو او همدا راز د بې سنده افغان کډوالو پر ضد پراخ عملیات پیل کړي دي.
پولیس دروازه په دروازه د افغان کډوالو نیول کېدو پسې ګرځي او اټکل کېږی، چې دغه لړۍ په روانه اونۍ کې په بې سارې توګه چټکه شي.
له بشري کړکېچ سره مخ ستنېدونکي
نیوکې دا دي، چې د افغان کډوالو د ستنېدو بهیر لپاره طالبان لازم چمتووالی نه لري او د بشري مرستو د کمښت له کبله بېرته ستنېدونکي په هېواد کې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ شي.
همدا راز یادونه کېږی، چې طالبان ستنېدونکو افغان کډوالو ته د اسانتیاوو برابرولو توان نه لري او دا بهیر به په ښه توګه مدیریت نشي کړی.
له دې سره هممهاله په هېواد کې د بشري مرستو کچه را کمه شوې او ډېری مرستندویه ادارو د بودجې د نشتوالي له کبله خپل دفترونه هم تړلي دي.
د چارو کارپوهان په دې باور دي، چې افغانستان لا له وړاندې له بشري کړکېچ سره مخ دی او د دغو نویو ستنېدونکو افغان کډوالو بهیر به به نه یوازې دا ناورین ډېر کړي؛ بلکې د لوږې او فقر څپې هم ورسره زور واخلي.
د طالبانو په ګډون په هېواد کې مېشتو نادولتي موسسو له نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې د بېرته ستنېدونکو افغانانو ته د اسانتیاوو برابرولو لپاره دې بشري مرستې وکړي.
د ځای پر ځای کېدو ننګونه
د بشري مرستو د کمښت تر څنګ یوه بله ننګونه د استوګنې هغه یادېږي، چې بېرته ستنېدونکي یې له سختو ستونزو سره مخ کړي.
دغه بېرته ستنېدونکو کې ډېری یې په افغانستان کې خپل کورونه او جایدادونه نه لري او اړ دي، چې د سرپناه په برخه کې هم ورسره همکاري وشي.
که څه هم طالبانو په تورخم ښارګوټي کې د بېرته ستنېدونکو لپاره د مېشتیدنې لنډمهاله پنډغالی جوړ کړی؛ خو دا چاره په اوږد مهال کې د سرپناه ستونزه نشي حل کولی.
داسې اندېښنې هم شته، چې دغه لنډمهاله پنډغالي به له پاکستانه د تلونکو کډوالو د لړۍ په چټکېدو سره فلج شي او د ډېرو کډوالو د لنډمهاله استوګنې ظرفیت به هم ونه لري.
پاکستان پرېکړه کړې، چې بې اسناده کډوالو په ګډون د اې سي سي کارت لرونکي اته سوه زره ثبت شوي افغانان هم په روانه څپه کې له خپل هېواده وباسي.
د کډوالۍ اړوند ادارې اندېښنه لري، چې په دې شمېر ستنېدونکي زرګونه افغانان به د سرپناه تر څنګ له روغتیايي ستونزو سره هم مخ شي.
له ایرانه افغانانو د ستنېدو خبرې
د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي کبیر د (وري ۱۶مه) په کابل کې له ایراني چارواکو سره په یاد هېواد کې د افغان کډوالو پر وضعیت خبرې کړې وې او د ستنېدو مسله یې هم پکې بحث شوې وه.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت یو سلاکار چې کابل ته د یوه پلاوي په مشرۍ تللی له طالبانو غوښتي، چې د افغان کډوالو د ستنېدو لپاره دې ورسره خپله طرحه شریکه کړي؛ څو د افغان کډوالو د ستنېدو په بهیر کې ورسره مرسته وکړي.
ایراني چارواکو ویلي، په یاد هېواد کې اته مېلیونه افغانان اوسېږي چې له ډلې یې څلور مېلیونه قانوني اسناد نه لري او یا یې هم د اسنادو مودې پای ته رسېدلې دي.
طالبانو په دغه ناسته کې له ایران سره په تدریجي توګه د افغان کډوالو د ستنولو پر سر هوکړه کړې ده.
له افغان کډوالو سره زور زیاتی
د بشري حقونو د ملاتړ یو شمېر نړۍوالو سازمانونو په ایران او پاکستان کې له افغان کډوالو سره په کېدونکي چلند نیوکې کړې دي.
د بښنې نړۍوال سازمان بیا په ډاګه ویلي، د افغانستان په ګاونډیو هېوادونو کې له افغانانو سره کېدونکی چلند خورا ظالمانه دی.
یاد سازمان پر پاکستان غږ کړی، چې ژر تر ژره دې په جبري توګه د افغان کډوالو د اېستل کېدو لړۍ ودروي.
په ایران کې بیا افغان کډوال شکنجه شوي، زندانی شوي او ان وژل شوي هم دي.
د راپورونو له مخې، ایراني پوله ساتي ځواکونه او د دغه هېواد پولیس له افغانانو سره له سپکاوي ډک چلند کوي.
رسنیو ته په رسېدلو ویډیوګانو کې ښکاري، چې د یاد هېواد امنیتي منسوبینو افغانان تر سختې شکنجې لاندې راوستي دي.
حتی ایران یو شمېر افغان کډوال د بېلابېلو جرمونو په تور اعدام کړي هم دي، چې تېر زېږدیز کال یې شمېر ۸۰ تنو ته رسېده.
د معلوماتو له مخې، د سږني زېږدیز کال له پیله لا تر اوسه ایران ۲۵تنه افغان زندانیان اعدام کړي دي.
د بشري حقونو نړۍوالو سازمانونو د ایران دغه ډول سزاوې په وار وار غندلې دي.
افغان کډوال په ګاونډیو هېوادونو کې نه یوازې له فزیکي شکنجو سره مخ دي؛ بلکې د کوربه هېوادونو د پرېکړو له کبله جدي رواني ستونزې هم ګالي.