د ملاهبت الله برعکس؛ عبدالباقي حقاني د هېوادونو پرمختګ عصري علومو پورې تړلی ګڼي
په داسې حال کې چې ملاهبت الله او د هغه ملګري عصري زدهکړو ته چندان ارزښت نه ورکوي؛ د دغه ډلې د ازموینو ملي ادراې مشر په ټینګار سره ویلي، په نړۍ کې پرمختللو هېوادونو د عصري علومو او کار اهل کار ته د سپارلو پر مټ نور هېوادونه تر خپل اغېز لاندې راوستي.
هغه د طالبانو د پوهنې وزارت له لوري د څه باندې اته زره نویو ښوونکو او اداري کارکوونکو د ګومارنې په غونډه کې ټینګار وکړ، چې «د اسلامي حکومتونو مشران باید د الله تعالی د حکم له مخې وړو کسانو ته مسوولیتونه وسپاري.»
د شیخ عبدالباقي حقاني په خبره، طالبان د افغانستان ابادۍ ته ژمنتیا لري او د دغه ابادۍ لپاره دوه ځانګړي شرطونه د عصري علومو په ګډون کار اهل کار ته سپارل دي.
هغه زیاته کړې، هر هغه هېواد چې په عصري علومو کې یې پرمختګ کړی، ځانګړي عصري وسایل یې جوړ کړي؛ هېڅوک ورسره مقابله نشي کولی.
د طالبانو د ازموینو ملي کمیټې دغه مشر پخوا د دغه ډلې د لوړو زدهکړو وزیر و او هغه مهال یې د مدرسو زدهکړې پر پوهنتون یا عصري زدهکړو غوره بللې وې؛ خو په دې وروستیو کې یې د هغو څرګندونو برعکس دریځ نیولی دی.
په یاده ناسته کې د طالبانو د پوهنې وزارت د تضمین کېفیت مرستیال مولوي عبدالخالق بیا ویلي، چې د تېر جمهوري نظام پر مهال افغانان له ازادې وینا، په ازاده توګه له زدهکړو او سوداګرۍ څخه بې برخې وو.
د طالبانو ترمنځ په ښکاره د عصري زدهکړو او د نجونو د ښوونځیو تر څنګ د پوهنتونو د بندیدو پر سر ژور اختلافات شته.
د ملاهبت الله په ګډون د هغه سختدریځه ملګرو په وار، وار د عصري او پوهنتوني زدهکړو پر ضد د څرګندونې تر څنګ ځیني اقدامات هم کړي دي.
د ملاهبت الله په امر د هېواد یو شمېر ښوونځیو او پوهنتونو ودانۍ مدرسو ته ځانګړې شوې او د دغه ډلې د افراطي افکارو له مخې پکې طالباني مدرسې جوړې شوې دي.
په کابل او ولایتونو کې یو شمېر دیني عالمانو هم د طالبانو له لوري د نجونو تر څنګ پر عصري زدهکړو بندیزونه غندلي دي.
که څه هم غیر طالب دیني عالمان عصري زدهکړې د اسلامي هېوادونو لپاره یو جدي اړتیا بولي؛ خو برعکس د ملاهبت الله کړۍ بیا دغه زدهکړې مباح بولي.
د طالبانو د امربالمعروف او شکایتونو اورېدو وزیر خالد حنفي څو ځله په خپلو څرګندونو کې ویلي، چې عصري زدهکړې مباح دي او ورته چندان ارزښت نه لري.
د طالبانو د دغه سختدریځۍ له کبله د کابل پوهنتون په ګډون د هېواد له بېلابېل پوهنتونونو څخه د عصري لوړو زدهکړو مسلکي استادان د هېواد پرېښودو ته اړ شوي دي.
همدا راز طالبانو په خپلو ادارو کې په عصري علومو سمبال مسلکي او تخنیکي کسان په بېلابېلو بڼو ځورولي او اړ کړي یې دي؛ څو دندې پرېږدي.
د کارپوهانو په وینا؛ د طالبانو د واکمنۍ له کبله له افغانستانه د ظرفیتونو فرار د دغه هېواد د راتلونکي لپاره یوه جدي ننګوونه ده او د مغزونو د تېښتې دغه لړۍ لا هم روانه ده.