د امریکا افغان متحدین: دا به لویه ناځواني وي، چې ټرمپ پر افغانانو د سفر بندیزونه ولګوي
په پاکستان کې هغه افغان کډوال چې په خپل هېواد کې یې له امریکایي ځواکونو او د یاد هېواد له بېلابېلو ادارو سره دندې کړې وې اندېښنه لري، چې ښايي ډونالډ ترمپ پر افغانانو د سفر بندیزونه ولګوي.
د افغان اېواک په ګډون ګنو امریکایي بنستونو خبرداری ورکړی، چې ښايي نن دوشنبه سپینه ماڼۍ دغه پرېکړه اعلان کړي.
له افغانستانه د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته د هغو افغانانو ژوند له ګواښ سره مخ شو، چې په خپل هېواد کې یې د امریکایي ځواکونو، موسساتو او د امریکا له لوري له تمویل کېدونکو ادارو سره دندې کړې وې.
طالبانو د واک ترلاسه کولو وروسته یو شمېر هغه کسان وژلي او زنداني کړي، چې د امریکا په ګډون یې له بهرنیو ځواکونو یاد ادارو سره دندې کړې دي.
د شمېرو له مخې، په پاکستان کې اوسمهال نږدې «۲۵زره افغانان چې امریکا یې د بیا مېشتېدو غوښتنلیکونه منلي» د ټرمپ د وروستۍ پرېکړې له مخې له یوه نامعلوم برخلیک سره مخ دي.
ټرمپ سپینې مانۍ ته د بیا ځل ننوتو په لومړۍ ورځ امریکا ته د کډوالو د ورتګ هر ډول پروګرامونه وځنډول، چې له امله یې د دوی افغان متحدین هم زیانمن شول.
اوس تازه د افغان اېواک په نوم د کډوالو د ملاتړ یو اېتلاف او امریکایي رسنیو راپور ورکړی، چې ټرمپ به دغه هېواد ته د افغانانو په ورتګ بشپړ بندیز ولګوي.
د دغه بندیز له مخې، به هغه افغانان چې د امریکا قانوني ویزې هم لري؛ دغه هېواد ته به له سفر کولو څخه منع شي.
په پاکستان کې د امریکا د کډوالۍ په تمه مېشت کډوال دغه راپورونو اندېښمن کړی دی.
احمدالله (مستعار نوم) چې اوسمهال په پلازمېنه اسلام اباد کې مېشت دی، د امریکا په مالي ملاتړ یې په ځینو پروژو کې دندې ترسره کړې دي.
هغه افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې د ډونالډ ترمپ وروستۍ پرېکړې ناعادلانه وبللې. احمد همدا راز وېره لري، که ټرمپ رښتیا هم پر افغانانو د سفر بندیزونه ولګوي؛ نو د کډوالۍ ژوند به یې لا ډېر له ستونزو ډک شي.
هغه زیاته کړه:« زه بېخي حیران یم، دا له موږ سره څه کېږي. موږ په افغانستان کې د امریکا د ماموریت ملاتړ وکړ او اوس دا دی راسره ناځواني کېږي او په تش میدان یې پرېښي یو».
دغه افغان کډوال له خپلې پنځه کسیزې کورنۍ سره مېشت دی او له تېرو درېیو کلونو راهیسې سخت اقتصادي مشکلات هم ګالي.
د یوې نادولتي امریکایي موسسې پخوانی کارکوونکی چې نه یې غوښتنل نوم یې په ډاګه شي اوسمهال په راولپنډۍ کې مېشت دی او د ټرمپ تازه بندیزونو یې پر رواني حالت بدې اغېزې کړې دي.
هغه له خپلو دوه لوڼو او مېرمنې سره په یوه اپارتمان کې چې دوه خونې لري ژوند کوي.
هغه وايي، اقتصادي ستونزو او د کډوالۍ قضیې ځنډېدو یې هیلې وژلې دي، چې له همدې کبله نه غواړي د خلکو خبرې واوري.
هغه وویل:« لوڼې مې همدا پوښتنه کوي، چې څه وخت به امریکا ته ځو؟ پلانکی او بېستانکی لاړو؛ خو موږ پاتې یو. زه د دې پوښتنو ځواب نه لرم، نو څه ورته ووایم؟ّ».
د امریکا د کډوالۍ قضیې لرونکي دغه کس زیاته کړه:« اوس بله اندېښنه رالوېدلې. اوازې دي چې ټرمپ په ټولو افغانانو سفرونه بندوي او دا کار به زموږ ټولې هیلې په سیند لاهو کړي».
د هغه یوه لور دیارلس کلنه او بله یوولس کلنه ده، چې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ دمخه یې ښوونځي پیل کړي وو؛ خو اوس په پاکستان کې ښوونځي ته د تګ توان نه لري.
په پاکستان کې مېشت دغه کډوال په دولتي ښوونځیو کې د زدهکړو حق نه لري او په خصوصي ښوونخیو کې بیا ترې میاشتني فیسونه او قانوني ویزې غواړي.
کډوالو افغانستان انټرنشنل سره خبرو کې ویلي، چې له یو لوري د اقتصادي ستونزو له کبله خصوصي ښوونځیو ته اولادونه نشي لېږلی او له بل لوري یې بیا د ویزو مودې هم پای ته رسېدلې دي.
پاکستان ته د طالبانو تر واکمنۍ وروسته راغلي افغان کډوال په دغه هېواد کې د کار کولو حق نه لري او د امریکا په ګډون د لوېدیځو هېوادونو د پناه غوښتنې قضیو په تمه ناست افغانان له بې روزګارۍ هم ځورېږي.
افغانستان انټرنشنل یو افغان کډوال چې د امریکا د بیا مېشتېدو پروګرام ته په تمه دی پېغام پرېښود، څو یې پر وړاندې د شته ننګونو په تړاو وسره خبرې وکړي؛ خو له هغې خوا پېغام کې وویل، شو چې پولیس یې د کور مخته ولاړ دي او نشي کولای وغږېږي.
پاکستان کې له تېرو درېیو میاشتو راهیسې د ناقانونه افغان کډوالو پر ضد کور په کور د پولیسو له لوري د نیول کېدو عملیات روان دي.
دغه عملیات په اسلام اباد او راولپنډۍ ښارونو کې تر بل هر ځایه چټک دي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي وروسته له هغې د دغو عملیاتو د پیل غوښتنه وکړه، چې د دغه هېواد امنیتي ادارو خبرو ورکړ چې د پخواني لومړي وزیر عمران خان د ګوند تحریک انصاف په ځینو لاریونونو کې افغان کډوالو برخه اخیستې او تاوتریخوالی یې کړی دی.
د هغه دغه ادعاوې که څه هم د افغان کډوالو له لوري د پاکستان کورني سیاسي مسایل وبلل شول او د افغانانو شتون په دې لاریونونو کې رد شوی دی.
تازه د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په مشرۍ پرېکړه شوې، چې افغانان به د روان زېږدیز کال (د مارچ تر ۳۱مې نېټې) پورې له اسلام اباد او راولپندۍ څخه وځي.
د دغه پرېکړې له مخې به ناقانونه افغانان نیول کېږي او افغانستان ته به شړل کېږي؛ خو هغه افغانان چې یوازې په قانوني ویزو اوسېږي له پلازمېنې او راولپندۍ ښارونو څخه به اېستل کېږي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار تېره اونۍ وویل، ښايي هغه افغانان هم له خپل هېواد څخه وباسي چې امریکا یې د پناه غوښتنې قضیې رد کړې یا ځنډولې دي.
د امریکا پخوانیو افغان متحدینو افغانستان انټرنشنل سره خبرو کې د پاکستان د دغه پرېکړې څخه ژوره اندېښڼه څرګنده کړه.
د پاکستان د دغو پرېکړو له امله اوس په اسلام اباد او راولپنډۍ ښارونو کې د کورونو ځینو مالکانو افغان کرایه دارو ته خبرداری ورکړی، چې د دوی کورونه ورته خالي کړي.
همدا راز په دغو ښارونو کې اوس په اسانۍ پاکستانیان د پولیسو له وېرې افغانانو ته په کرایې کورونه هم نه ورکوي.
په پاکستان کې مېشت د امریکا پخواني متحدین له یاد هېواد او ډونالډ ټرمپ غواړي، چې دوی ته دې د سفرونو د بندیز او د کډوالۍ د ځندېدلو پروګرامونو په برخه کې معافیت ورکړي.
احمدالله وایي: «موږ ورسره افغانستان کې مرسته وکړه، اوس باید امریکا په دې سختو حالاتو کې موږ پرېنږدي او که پولیسو افغانستان ته ډیپورټ کړو ؛نو موږ د مرګ له ګواښ سره مخ یو».
د امریکا دغو پخوانیو متحدینو نیوکې وکړې، چې د دوی سره روان چلند د بشري حقونو څخه ښکاره سرغړونه ده او د عدالت غوښتنې له چیغو سره، سره یې لا هم د قضیو برخلیک نامعلوم دی.