انس حقاني: پر سراج الدین حقاني د امریکا نغدي جایزې لغوه کېدل «لویه سیاسي لاسته راوړنه» ده

زیار خان یاد
زیار خان یاد

د افغانستان انټرنشنل - پښتو خبریال

انس حقاني الجزیرې شبکې ته منلې، چې امریکا د حقاني شبکې مشر او د طالبانو د کورنیو چارو پر وزیر سراج الدین حقاني ټاکل شوې نغدي جایزه لغوه کړې ده. هغه د متحده ایالاتو دغه ګام «لویه سیاسي لاسته راوړنه» بللې ده.

د افغانستان پخواني پرځېدلي جمهوري نظام پر مهال د امریکا حکومت پر سراج الدین حقاني د ترهګریز فعالیتونو په تور لس مېلیونه امریکایي ډالره جایزه اېښې وه. د عدالت لپاره د متحده ایالتونو د انعام ادارې د طالبانو د کورنیو چارو اوسني وزیر د ځای ځایګي د موندلو او د هغه په تړاو د معلوماتو پر سر دغه جایزه اعلان کړې وه.

که څه هم د امریکا یادې ادارې سراج الدین حقاني اړوند معلومات له خپلې وېب پاڼې لرې کړي؛خو اېف بي ای او د عدلیې وزارت په وېب پاڼو کې لا هم دغه اعلان شته.

د طالبانو د رهبرۍ غړی انس حقاني لومړنی کس دی، چې په رسمي توګه یې د امریکا د دغه بندیز په تړاو خپل دریځ په ډاګه کړی او دا یې منلې چې امریکا یاده جایزه لغوه کړې ده.

انس حقاني له الجزیرې سره په خپلو خبرو کې د امریکا له دې اقدامه خوښي څرګنده کړې او دا یې خپلې ډلې ته په «سیاسي برخه کې لویه او مهمه لاسته راوړنه» ګڼلې ده.

لا تر اوسه هېڅ امریکایي ادارې او چارواکي په رسمي توګه د دغه نغدي جایزې د لغوه کېدو په تړاو څه نه دي ویلي.

پر خواله رسینو یو شمېر ټیټ پوړو طالبانو که څه هم د امریکا له دغه پرېکړې هرکلی کړی ؛خو د پخواني جمهوري نظام یو شمېر لوړ پوړو چارواکو او سیاستوالو نیوکې کړي چې امریکا د ترهګریزو فعالیتونو یوه لوی لوبغاړي ته برائت ورکړی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت درېیم سیاسي رییس ذاکر جلالي په وینا؛ پر سراج الدین حقاني د امریکا د دغه بندیز لرې کېدل د طالبانو او امریکا ترمنځ د اړیکو پرمختګ ته لاره اواروي.

هغه پر اېکس پاڼه لیکلي:« د افغانستان او امریکا ترمنځ دوه اړخیزو اړیکو کې وروستی پرمختګ د دواړو حکومتونو د واقع ګرا او عمل ګرا تعامل ښه مثال دی».

پر سراج الدین حقاني او د هغه پر ملګرو د امریکا د نغدي جایزې د لغوه کېدو خبرونه داسې مهال راځي، چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخوانی استازی زلمی خلیلزاد د یوه پلاوي په ترکیب کې څلور ورځې وړاندې کابل ته تللی و او هلته یې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره ګډه ناسته هم کړې وه.

له خلیلزاد سره په دغه سفر کې د زندانونو په چارو کې د ټرمپ سلاکار اډم بوایلر هم حضور لاره او له طالبانو سره یې د امریکایي زندانیانو پر خوشې کېدو خبرې کړې وې.

د دغه سفر پر مهال زلمي خلیلزاد اعلان وکړ، چې طالبانو د جورج ګلزمن په نوم یوه امریکایي زنداني هم تر خوشې کېدو وروسته ورته سپارلی دی.

له دې سره، سره لا هم د محمود شاه حبیبي په نوم افغاني الاصله امریکایي په کندهار کې د ملاهبت الله په شخصي زندان کې ساتل کېږي.

د هغه کورنۍ افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې د امریکا بهرنیو چارو وزارت ورسره ژمنه کړې وه چې هغه به راخوشې کوي؛ خو داسې ونشول.

کابل ته د امریکایي پلاوي د سفر پر مهال طالبانو د امریکا سفارت پر دیوال لیکل شوې د شهادت کلېمه هم بېرته پاکه کړې وه او دیوال ته یې سپین رنګ ورکړی و.

همدا راز د افغانستان د پخواني جمهوري نظام ځینو چارواکو لا دا هم ویلي، چې طالبانو خپلو کسانو ته امر کړی و؛ څو د خلیلزاد په ګډون د دغه پلاوي په مخ کې د امریکایي وسلو له ښکاره کولو او ښودلو څخه ډډه وکړي.

پر خواله رسنیو د امریکا او طالبانو ترمنځ د تعامل پر سر ډول ډول نظریات خپرېږي.

د ښځو او بیان ازادۍ د حقونو برخې فعالان له متحده ایالتونو غواړي، چې له طالبانو سره دې له تعامل لاس واخلي؛ ځکه دغه ډلې په افغانستان کې بنستیز انساني حقونه تر پښو لاندې کړي دي.

د نجونو د زده‌کړو یو شمېر ملاتړو نیوکه کړې، چې امریکا پر طالبانو د فشارونو پر ځای له هغوی سره د اړیکو پراختیا لپاره هڅې پیل کړي چې دا چاره په هېواد کې ناورین لا پسې ډېرولی شي.

دوی نیوکه کړې، چې طالبانو د نجونو پر زده‌کړو د بندیز له کبله نړۍ ته ښکاره کړې چې انساني ارزښتونو ته درناوی نه لري.

همدا راز نیوکې شوې، چې سراج الدین حقاني په افغانستان کې په زرګونه ترهګر روزلي او د ځانمرګو بریدونو تر څنګ یې د څارګرې شبکې سي ای اې یوې پخوانۍ مامورې سارا اډمز د امریکا له لوري د نغدي جایزو لغوه کېدل غندلي او دغه چاره یې ترهګرو ته د «جایزې ورکړه» بللې ده.

د زلمي خلیلزاد او امریکایي پلاوي تر سفر دوه ورځې وروسته سملاسي د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق هم ځان کابل ته رسولی او هلته یې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په ګډون د دغه ډلې له نورو لوړپوړو غړو سره هم سیاسي ناستې پاستې کړې دي.